Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ هم طالبانو نیولې دي

د پروان شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ هم طالبانو نیولې دي

author avatar
10 Jul 2021 - 13:41
د پروان شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ هم طالبانو نیولې دي
author avatar
10 Jul 2021 - 13:41

چاریکار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): حکومتي مسوولین تايیدوي چې د پروان ولایت شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالۍ  طالبانو نیولې ده.

هغوی وایي چې سرخ پارسا پرون له غرمې مخکې او شیخ علي تېره شپه  د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

دغه راز طالبانو هم ویلي چې یادې دوه ولسوالۍ یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

د شیخ علي ولسوال رضاداد نظري وویل چې د ولسوالۍ پر ودانۍ له درېيو لور تر سختې جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز طالبانو  ونیو.

د سرخ پارسا ولسوالۍ د دره یې سرخ یوو اوسېدونکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل چې په سرخ پارسا کې پنځلسو پولیسو حضور درلود چې دطالبانو له را رسېدو  مخکې یې ولسوالۍ پريښې ده .

هغه زیاته کړه چې ولسوالۍ ته د طالبانو له را داخلېدو مخکې د غیر مسوولو وسله والو یوه قوماندان  د ولسوالۍ وسایل چور کړي دي.

ده دغه راز وویل چې د شیخ علي ولسوالۍ امنیتي ځواکونو وروسته له مقاومته شاتګ کړی او د ولسوالۍ ودانۍ طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو  له سقوط سره د پروان ولایت د غوربند درې څلور ولسوالیو اختیار د طالبانو په لاس کې دی. څو ورځې وړاندې د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالۍ هم  د د ولت وسله واله مخالفینو په لاس سقوط کړی و.

Views: 54

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.