Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا د افغانستان جګړې ختمېدو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې ده

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په افغانستان کې د جګړې درېدو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې ده.

هغه د امریکا په تړاو د ولسمشر جوی بایډن د پنجشنبې ورځې د څرګندونو په تړاو په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت یوازې پر دې دلالت کوي چې نړیوال باید نور فشار راوړي څو د جګړې ختمولو لپاره د خبرو له لارې سیاسي جوړجاړی وشي.

اسټن لیکلي، افغانان باید داسې حکومت ولري چې دوی یې غواړي او مستحق یې دي.

د نوموړي به وینا چې نړیوال د لازم فشار راړولو له لارې په دې چاره کې مرسته کولای شي.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت پر ولسوالیو او د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د حملو له امله ډېر خراب شوی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ وویل چې افغانستان به سقوط نه کوي او دوی به له افغانستانه خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي، خو زیاته کړې وه چې دوی افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه نوې مرکه کې ویلي چې د طالبانو پرمختګونو حیران کړی دی.

هغه زیاته کړې، هیله لري افغان ځواکونه به د خپلو متحدینو په مرسته د طالبانو دا پرمختګونه پر شا وتمبوي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي چې ده د جګړې د سختېدو تمه لرله؛ ځکه د ده په وینا د روغې جوړې په خبرو کې د دریځونو د پیاوړي کولو هڅې کېږي.

هغه ویلي، طالبانو له امریکا سره د سولې په موافقه کې ژمنه کړې وه چې د ولایتونو پر مرکزونه به بریدونه نه کوي او خبرداری یې ورکړ چې امریکا به په زور تپل شوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

خو طالبانو پرون په مسکو کې ویلي چې دوی نه غواړي پر ښارونو بریدونه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.