Language

واحدزی: که څوک د نظام او امنیتي ځواکونو په اړه منفي تبلیغ وکړي، تر تعقیب لاندې به راشي

مهترلام (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د لغمان والي وايي، هر هغه شخص چې په دغه ولايت کې د نظام او امنيتي ځواکونو پر ضد تبليغات وکړي، د عدلي او قضايي ارګانونو تر تعقيب لاندې راځي او قانوني چلند به ورسره کېږي.

د لغمان ولايت رسنيو له دفتره د چنګاښ په ۱۹مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي عبدالولي واحدزي دا څرګندونې نن د دغه ولايت په اداري مجلس کې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، د لغمان والي د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د امنیتي وضعیت اړوند معلوماتو پر شريکولو سربېره یادونه وکړه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هڅو سره د الیشنګ ولسوالۍ محاصره ماته او د وسله والو له شتون څخه ګڼې سیمې تصفیه شوې.

نوموړې یادونه وکړه چې پر وخت ولسوالۍ ته د پرسونل او حمایي د رسېدنې، په اسانۍ ولسونو ته لاسرسی او دوی ته د هر اړخیزو خدماتو د رسېدو په موخه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د الیشنګ ولسوالۍ اوسنی موقعيت د لنډ وخت لپاره د یادې ولسوالۍ یوه بل مناسب ځای ته تغيیر وکړ چې د هر اړخیز وضعیت له ارزونې وروسته به بیا خپل اصلي مسیر ته ولاړه شي.

واحدزي زیاته کړه: ((هر څوک که په هر نوم وي او په شفاهي یا ليکني ډول د نظام او خصوصاً د امنیتي ځواکونو په هکله منفي او بېځایه تبلیغات وکړي، د عدلي او قضایي ارګانونو تر جدي تعقیب لاندې به ونیول شي.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې افغان حکومت او وسله وال طالبان له رسنيو او خبريالانو په غير مستقيم ډول د دوی په ګټه د خپلو راپورونو د نشر غوښتنه کوي.