Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا ديني عالمان: روانه جګړه د اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو په اجماع حرامه ده

ګردېز (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت ګڼ شمېر ديني عالمانو په ګردېز کې د يوې لويې غونډې پر مهال د افغان سولې په تړاو په سعودي کې د افغانستان، پاکستان او سعودي د ديني عالمانو د وروستۍ غونډې د پرېکړو ملاتړ وکړ.

دوی دغه راز وویل چې روانه جګړه د غوڅ اکثريت اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو په اجماع ناروا ده.

دیني عالمانو د افغانستان روانه جګړه کورنی جنګ او د پرديو د ګټو لپاره وباله او زياته يې کړه چې د وسله والو طالبانو په تحريک کې سالم ديني عالمان دې د جګړې درولو په اړه خپل مسووليت تر سره کړي.

د پکتيا د دیني عالمانو شورا مشر مولوي عبدالغفور رحيمي وويل چې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هلې، ځلې کول د ټولو افغانانو مسووليت دی.

رحيمي وايي:” ټولو ديني عالمانو روانه جګړه ناروا او فساد بللې، جهاد يې نه دی بللی. موږ د دوی او نورو صلح غوښتونکو پوهو ديني عالمانو دريځ ټکي په ټکي تاييدوو.”

د خوست ولايت ديني عالم مولوي جمعه الدين هلال د افغانانو په خپلمنځي تفاهم ټينګار وکړ او ويې ويل چې د انعطاف له لارې ډېرې ستونزې حل او د پرديو د لاسوهنو مخه نيول کېدی شي.

هلال وويل:” د علم او عقل تقاضا خبرې، منطق او له سالمې لارې د مشکلاتو حل دی. جګړه که سل کاله هم وي، پای يې خبرې او تفاهم دی. په نړۍ کې يوازې افغانان دي چې د ژوند حق نه لري او د نورو لپاره قرباني کيږي. جګړه نور د منلو نه ده.”

قاري خواجه الدين حقبيان بیا پر پاکستاني ملايانو نيوکه وکړه چې په خبره يې په باطل فکر او د استخباراتي عقيده په افغانستان کې روانې جګړې ته د جهاد او سپېڅلتيا نوم ورکوي.

هغه زياته کړه: ” په خپل هېواد کې جمهوريت غواړي، چين ته د کمونېزم مبارکي ورکوي، خو افغانستان کې روان وحشت او فساد جهاد بولي. لويه ګناه د معصوم انسان قتل دی، چې خدای پرې په قهر کيږي، خو دوی له خدای سره دښمني کوي او دې عمل ته د تقدس نوم ورکوي. افسوس دی.”

يو بل ديني عالم مولوي عبيدالله حنفي وويل چې د خپل وطن ساتنه د دين ساتنې په څېر اسلامي وجيبه ده او د ناوړه چارو په مخنيوي کې بايد ټول ونډه واخلي.

د پکتيا والي ډګر جنرال ګل نبي احمدزي له ديني عالمانو مننه وکړه او ويې ويل چې په روانه جګړه کې د ټولنې هر قشر ته له تفکيک پرته زيانونه اوړي.

احمدزي زياته کړه:” تاسو د دې ټولنې د ساتنې او پالنې لپاره مهم مسووليت لرئ، د انسان ساتنه مقدسه دنده ده. په ګډه کار سره کوو، موږ ته زموږ سهوه وښيئ او په ګډه دا دروند مسووليت راسره ورسوئ. تاریخ ساز شرایط دي، موږ جوړول کوو، زموږ بېګانه او همسايه ورانول کوي، وایي افغانستان مه پرېدئ چې په پښو ودريږي.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.