جلال اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د کونړ په اسمار او د لغمان په الينګار ولسواليو کې د ناامنۍ او جګړو د دوام له امله له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د نورستان ختيځ او لويديځ ته ورغلې لارې تړل شوې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ځايي خلک وايي، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او خوراکي توکي هم کم شوي او اوس يوازې پر ځايي خوړو شپې ورځې تېروي.
د نورستان چارواکي هم مني چې ستونزه شته او وايي، د لغمان او کونړ له مسوولينو سره يې خبرې کړې چې د عملياتو په ترسره کولو سيمې امن کړي څو دغه ولايت ته لارې خلاصې شي.
د نورستان ولايتي شورا رييس انجنیرسعيد الله نورستاني د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د جګړو له امله لار تړل شوې چې د نورستان کامدېش او برګمټال ته هم ورغلې لار يې له امله تړل شوې ده.
دی زياتوي، دغه راز د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې هم د جګړو د دوام له امله د لوېديځ نورستان د درېيو ولسواليو نورګرام، دواب او منډول لارې تړل شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وينا، يوازې مرکزي نورستان ته ورغلې لاره خلاصه ده خو له دې لارې ختيځ او لوېديځ نورستان ته د خوراکي توکو او نورو شيانو لېږد ناممکن دی؛ ځکه پلي لاره او له ستونزو ډکه ده.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي صاحب داد پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ او د ور څېرمه دواب او منډول خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
دی زياتوي: “اوړه او غنم څه موده وړاندې WFP راکړي، بس نور څه نشته، وطنۍ لوبيا او وطني الوګان دي، خلک پرې ګوزاره کوي، هیڅ شی نه راپرېږدي، دواړه طرف ته لارو کې تیږې اچول شوې دي، صرف مرکز ته لاره خلاصه ده.”
دغه راز د دغه ولايت د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی اميرمحمد خان وايي چې د لارو تړل کېدو خلکو ته د روغتيايي خدماتو ترڅنګ د ژوند د ډېرو اړتياوو پوره کېدو مخه نيولې، خو خلک د خپلو پټو په حاصلاتو شپې ورځې سبا کوي او تمه يې شته چې لاره به خلاصه شي او بېرته به ورته د خوراکي او نورو توکو د لېږد زمينه برابره شي.
د نورستان د امنيې قوماندانۍ وياند سراج الحق اميري هم وايي چې د کونړ او لغمان د جګړو له امله پر ختيځ او لوېديځ نورستان لارې تړل شوې خو وايي، د کونړ او لغمان له چارواکو سره يې د لارو د خلاصون خبرې کړې چې هغوی يې هم د بيا خلاصون ډاډ ورکړی دی.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک اژانس ته وويل چې نږدې وختونو کې به له مرکز مهترلام ښاره د الينګار په استقامت عمليات پيل شي چې د ځمکنيو ځواکونو ترڅنګ به هوايي او توپچي ځواک يې هم ملتيا وکړي.
د کونړ ولايت يوې امنيتي سرچينې هم د نوم نه ښودو په شرط وويل چې د اسمار ولسوالۍ د لارې د خلاصون لپاره ګډو امنيتي ځواکونو هڅې پيل کړې چې د دې لارې پرانيستل کېدو سره به د ناړۍ او غازي اباد او د نورستان د کامدېش او برګمټال لاره پرانيستل شي.
نورستان د افغانستان يو له هغو غرنيزو ولايتونو دی چې تر اوسه ورته هيڅ قير شوی سړک نه دی ورغلی، خلک يې له درېيو لارو خپلو سيمو ته ځي او که د ختيځ يا لوېديځ نورستان خلکو ته اړتيا پيدا شي چې مرکز پارون ته لاړ شي، نو لومړی به کونړ او لغمان ولايتونو ته ځي، له هغه ځایه به بيا مرکز پارون ته ځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP