Language

افغانستان ترکمستان ته د طالبانو د پلاوي  پر سفر اعتراض وکړ

کابل ( پژواک ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ترکمنستان ته د طالب پلاوي پر سفر اعتراض کړی دی او.ویلي دي چې په اړه یی ړ مطبوعاتو له لارې معلومات ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم نن ویلی وو چی د عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوی پرون ترکمنستان ته تللی.

د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي د سیمې هیوادونو ته د طالبانو د پلاوي سفر، په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې د بریدونو له کبله له ۳۵۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، له ۲۰۰ زرو څخه ډېر بې ځایه شوي، د وطنوالو د ژوند چارې یې ګډوډې کړي او په لسګونو ولسوالیو کې یې اقتصادي چارې اغېزمنې کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې د بهیر د پیاوړي کولو لپاره د ټولو هڅو ستاینه کوي او پر دې باور ده چې په هیواد کې د جګړې پای یواځې د سیاسي جوړجاړي له لارې د ريښتینو خبرو اترو په ترڅ کې رامنځته کېدای شي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د افغانستان د سولې بهیر کې د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو ملګرو له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ، دا تمه لري چې په افغانستان کې د اوږد مهاله اوربند، د جګړې پای او د سیمې له ترهګریزو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرېکوڼ لپاره دا هڅې د مستقیمو مشورو په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره د سیمه‌ایزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو لپاره متمرکزې شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو پلاوي تیرو څو.ورځو.کې ایران او.روسیې ته هم تللي وو خو افغان حکومت پرې اعتراض نه و.کړی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.