ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومانده جنرال میکنزي انتقال شوه

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومانده جنرال میکنزي انتقال شوه

author avatar
12 Jul 2021 - 18:50
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومانده جنرال میکنزي انتقال شوه
author avatar
12 Jul 2021 - 18:50

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰) : په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر د نوي نظامي ماموریت قومانداني د امریکا نوي قوماندان جنرال میکنزي ته وسپارله او له دې سره د جنرال مېلر درې کلن ماموریت پای ته ورسېد.

دغه مراسم چې نن د چنګاښ په ۲۱مه کابل کې د ناټو مرکزي قوماندانۍ کې نیول شوي و، د جنرال مېلر او جنرال میکنزي ترڅنګ د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي، د چارو ادارې رییس ډاکتر فضل محمود فضلي او د ملي امنیت رییس ضیاء سراج ګډون کړی وو.

د دغو مراسمو په پیل کې جنرال مېلر د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال میکنزي ته د نوې قوماندانۍ بیرغ وسپاره.

دغه کار ته په افغانستان کې د امریکا د «اوږدې جګړې» د نمایشي ختمېدو په سترګه کتل کیږي. جنرال اسټن مېلر په افغانستان کې په روانې جګړې کې د بهرنیو ځواکونو د جکړې مشري پر غاړه لرله.

هغه په دغو مراسمو کې وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې دلته دنده ترسره کړه، څو د خپل هېواد او افغانانو خدمت وکړای شي.

جنرال مېلر زیاته کړه، چې په افغانستان کې یې ښه وخت تېر کړی، دلته یې ښه دوستان او ملګري پیدا کړي چې ټول عمر به یې یاد ساتي.

نوموړی وایي، دلته بهرنیانو او افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې دي چې باید په یاد وساتل شي.

د ناټو پخواني قوماندان وویل چې تاوتریخوالی د منلو نه دی، دلته د سولې او سیاسي جوړجاړي لپاره یو چانس پیدا شوی، باید ترې ګټه پورته شي.

جنرال مېلر پر طالبانو غږ وکړ چې مسوولانه چلند وکړي، تاوتریخوالی د افغان ولس د خوښې او ارادې خلاف دی باید نور ودرول شي.

ده زیاته کړه : ” د افغانستان خلک به زما په زړه او ذهن کې د تل لپاره وي. ”

مېلر د امریکا د پوځ څلورم څلور-ستوریز جنرال دی چې په افغانستان کې یې کار کړی دی.

ولسمشر بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د اګست په ۳۱ مه به په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو جګړو ته زور ورکړی او ځینې سیمې یې نیولې دي.

شپیته کلن مېلر د امریکا د پوځي مشرانو په ډله کې لومړی جنرال بلل کیږي‌ چې ډېر وخت یې د افغانستان په جکړې کې تېر کړی دی.

د اسټن مېلر له تګ وروسته به د امریکا د دفاع وزارت نور جنرالان چې زیاتره به یې له افغانستان څخه بهر وي، له افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.

د راپورونو له مخې، د امریکايي ځواکونو نوی ماموریت ( یو ایس فورس افغانستان فارورډ) نومیږي چې د اګسټ تر ۳۱ مې پورې به له افغانستانه بهر له امریکایي پوځي اډو څخه په افغانستان کې د بمباریو کولو صلاحیت ولري.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.