ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: هېواد کې د کرونا وضعیت به تر راتلونکو دوو اوونیو بېرته عادي حالت ونیسي

طبي پوهان: هېواد کې د کرونا وضعیت به تر راتلونکو دوو اوونیو بېرته عادي حالت ونیسي

author avatar
12 Jul 2021 - 16:10
طبي پوهان: هېواد کې د کرونا وضعیت به تر راتلونکو دوو اوونیو بېرته عادي حالت ونیسي
author avatar
12 Jul 2021 - 16:10

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰): طبي پوهان په داسې حال کې تر راتلونکو دوو اوونیو د کرونا د درېیمې څپې له پای ته رسېدو خبر ورکوي چې د پژواک د موندنو له مخې، په دې وروستیو کې «د کرونا ټيسټونو»، «مړو» او «ناروغانو» شمېر کم شوی او د «بېرته روغ شوو» شمېر ډېر شوی، خو د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي چې د کرونا خطر لا هم شته.

د پژواک د موندنو له مخې، د کرونا ټيسټونه د تېرو ۴۳ ورځو په پرتله نږدې ۲۵ سلنه او د ناروغانو شمېر ۱۷ سلنه کم شوی، خو له کرونا د جوړ شوو کسانو شمېر پنځه برابره او د دې ناروغۍ له امله د مړه شوو شمېر ۸۳ سلنه ډېر شوی دی.

د پژواک د روان کال د غويي د ۱۵مې د یوه راپور له مخې، عامې روغتیا وزارت د درېیمې څپې د پیل خبر ورکړ چې په هماغه ورځ د ټيسټونو شمېر ۱۹۹۳ او د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۶۵ ثبت شوی و او ۱۰ کسان یې له امله مړه شوي وو.

پژواک خبري اژانس د روان کال د غبرګولي میاشتې له اوومې د چنګاښ میاشتې تر ۱۹مې ثبت شوې شمېرې «ټيسټونه، مثبت پېښې، د مړو او بېرته روغ شوو کسانو شمېر» څېړلی چې تېره ورځ د ناروغانو شمېر ۱۰۰۰ کسان و.

د یادونې ده، د غبرګولي میاشتې له اوومې د چنګاښ تر ۲۰مې نېټې د ۱۹۸۰۸۴ کسانو ټيسټونه شوي چې له دې ډلې ۶۵۰۳۳  پېښې مثبت، ۲۹۰۴ کسان یې له امله مړه او ۲۴۰۴۹ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت رسمي شمېرې په ډاګه کوي چې په څلور کټګوریو کې تر ټولو لوړې شمېرې د غبرګولي په ۲۷ مه ثبت شوې دي.

د کرونا ټيسټونو د تېرو ۴۳ ورځو په پرتله نزولي حالت خپل کړی.

ثبت شوې شمېرې په ډاګه کوي چې د غبرګولي په اوومه ۳۸۰۰ ټيسټونه ترسره شوي وو، خو د همدې میاشتې په ۲۷مه بیا تر ۶۰۰۰ ډېر او د چنګاښ په ۲۰  مه ۳۷۱۷ ټيسټونه ترسره شوي دي.

د غبرګولي د اوومې نېټې او د همدې میاشتې د ۲۷مې د «کرونا ټسټونو» شمېر د تېرې ورځې (چنګاښ ۲۰ مې) په پرتله په ترتیب ۲۴،۸۶ سلنه او تر ۳۹ سلنه کموالی ښيي.

د یادونې ده، په تېرو ۴۲ ورځو کې د کرونا ناروغۍ ۱۹۸۰۸۴ ټسټونه ترسره شوي دي.

پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷ سلنه کموالی ښيي.

د ثبت شوو شمېرو له مخې، د غبرګولي په اوومه ۹۷۷ کسان پر کرونا اخته وو چې د صعودي سیر په دوام د همدې میاشتې په ۲۷مه د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۱۳ کسان او د مړو شمېر ۱۰۱ ته رسېده. وروسته یې نزولي سیر اختیار کړ او تېره ورځ (د چنګاښ په ۲۰مه) پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۷۵ و.

د غبرګولي د اوومې او ۲۷مې نېټو «پر کرونا د اخته کسانو» شمېر، د تېرې ورځې (د چنګاښ ۲۰مه) په پرتله په ترتیب ۱۷ سلنه او ۵۱.۴  سلنه کموالی ښيي.

د یادونې ده، په دې ۴۲ ورځو کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د مخکې ورځو په پرتله ځینې ورځې کم او ځينې بیا ډېروالی ښيي.

د کرونا د اوج مهال په نسبت د مړو په شمېر کې ۲۵سلنه کموالی، خو د درېیمې څپې په پرتله ۸۳ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د پژواک موندنې ښيي چې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو شمېر د غبرګولي له اوومې د چنګاښ تر ۲۰مې (۴۲ ورځې) ۸۳ سلنه ډېروالی ښيي، خو د دې ناروغۍ له امله د مړه شوو شمېر د غبرګولي له ۲۷مې چې د مړه شوو تر ټولو ډېر شمېر په کې ثبت شوی، د تېرې ورځې (د چنګاښ ۲۰مې) په نسبت نږدې ۲۵ سلنه کموالی ښيي.

د یادونې ده، د غبرګولي په اوومه ۱۸ د مړینې پېښې، د غبرګولي ۲۷مه ۱۰۱ د مړینې پېښې او د چنګاښ په ۲۰مه ۶۷ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.


له کرونا ناروغۍ د بېرته رغېدلو شمېر د تېرو ۴۳ ورځو په پرتله، له پنځه برابره ډېر لوړ شوی دی

د پژواک موندنې ښيي چې په وروستیو ۴۳ ورځو کې، د کرونا ۲۴۰۴۹ ناروغان بېرته رغېدلي دي. د ثبت شوو شمېرو له مخې، د غبرګولي پر ۷مه د کرونا ۱۵۷ ناروغان رغېدلي وو؛ خو د چنګاښ پر ۲۰ مه نېټه دغه شمېر ۸۵۱ کسانو ته رسېدلی دی.

د یادونې ده، د رغېدلو شمېر غیر منظم دی، ځینې ورځې ان تر ۱۲۴۰ ډېر کسان بېرته رغېدلي دي.

طبي پوهان: د کرونا د درېیمې څپې نزول سیر پیل شوی او تر دوو نورو اوونیو عادي کېږي

د شيخ زاهد روغتون رییس ډاکتر وحدت الکوزي پژواک ته وویل چې د کرونا هره څپه درې میاشتې دوام کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کرونا هره څپه د هغې له پیله تر یوې یا یوې نیمې میاشتې وروسته عادي حالت ته راځي او وروسته اوج ته رسېږي.

نوموړي د کرونا ویروس د اوج مهال یوه میاشت وباله او ویې ویل چې له هغه وروسته یې پېښې راټیټېږي او عادي حال ته راګرځي.

دغو طبي پوهانو څرګنده کړه: «هر مهال چې یوه څپه زیاته شي، یوه تر دوو اوونیو په ډېروالي وي او پېښې نږدې یوشان وي او وروسته راټیټېږي.»

د شيخ زاهد روغتون رییس زیاته کړه چې د ایپدیمولوژي له نظره، په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې لوړې شوې او په راتلونکو اوونیو کې د یادو پېښو د کموالي هیله شته.

په ورته مهال د وهاج روغتون رییس ډاکتر محمد هاشم وهاج پژواک اژانس ته وویل چې د کرونا هره څپه د هغې له پیله تر درېیو اوونیو پای ته رسېږي؛ خو د روغتیایي سپارښتنو لکه فاصلې نه مراعاتول، ځان نه قرنطین کول، ماسک نه تړل او .. د څپې د دوام لامل کېږي.

هغه زیاته کړه چې که روغتیایي سپارښتنې رعایت شي، د کرونا څپه به تر درېیو میاشتو ډېره ونه غځېږي.

نوموړي د روغتیایي لارښونو په پام کې نه نیول د څپې او اوږدوالي لامل وباله، له خلکو یې وغوښتل چې د ځان ساتنې، کورنۍ او نورو کسانو د ساتنې لپاره، روغتیایي ټکي په پام کې ونیسي.

هغه لیکلي چې تر راتلونکو دوو اوونیو به خلک د دې ناروغۍ د وروستیو پېښو شاهدان وي او دا څپه به له منځته لاړه شي.

نوموړي تایید کړه چې د کرونا نوې پېښې په کمېدو دي؛ خو په ورته مهال یې وویل: «لږ شمېر کسان چې په تېرو دوو اوونیو کې په کورونو پاتې شوي، د نا پامۍ په صورت کې به پرې اخته شي.»

د عامې روغتیا وزارت، لا هم د کرونا ګواښ پر خپل ځای دی

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري پژواک ته وویل چې د کرونا شمېرې د ښکته او پورته کېدو په حال کې دي، د اوونۍ په څو ورځو کې د کرونا د پېښو ټیټوالی د دې ناروغۍ د کمښت په معنا نه دی.

نوموړي وویل چې لا هم ۳۵ سلنه کسان پر کرونا اخته کېږي او زیاته یې کړه چې مړینې هم د پخوا په شان دي.

طاهري وویل چې لا هم خلک پر کرونا اخته کېږي او زیاته یې کړه چې لوی اختر جدي ګواښ دی او که خلک روغتیایي سپارښتنو ته پام ونه کړي، کرونا به اوج ته ورسېږي.

د عامې روغتیا د ویاند مرستیال له هېوادوالو وغوښتل چې روغتیایي لارښوونې مراعات کړي، څو ځان، کورنۍ او نور کسان پر کرونا اخته نه شي.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.