Language

په کابل ښار کې د چاودنې له امله ۴کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

لومړی تعقیب – کابل (پژواک،۲۲چنګاښ ۱۴۰۰): پولیس وایي چې د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوې ماین چاودنې له امله ۴ کسان وژل شوي او ۱۱نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومادندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کابل ښار میوند واټ (چوک) کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یادې چاودنې له امله ۴ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱نور ټپیان دي.

فرامرز وایي چې د پېښې ټپیان پولیسو روغتون ته وړي؛ خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات نه شته.

د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Related Topics