Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکتر عبدالله او حامد کرزی د راتلونکې جمعې ورځ قطر ته ځي

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰): ټاکل شوې ده چې ډاکتر عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی د راتلونکې جمعې په ورځ له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

ټاکل شوې وه چې دغه سفر تېره میاشت ترسره شوی وای، خو دا چې عبدالله له ولسمشر اشرف غني سره امریکا ته ولاړ او بله دا چې د ځینو داخلي اختلافاتو له امله دغه سفر وځنډول شو.

بلخوا یوې حکومتي سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د چنګاښ په ۲۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې ټاکل شوې دغه سفر د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې، له کرزي او عبدالله سره په دغه سفر کې نهه نور کسان هم ملتیا کوي.

د سرچیني د معلوماتو له مخې، په دغه ډله کې عبدالله عبدالله، حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، سلام رحیمي، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، سید سعادت منصور نادري، عنایت الله بلیغ او فاطمه ګیلاني شامل دي.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو ویلي و چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس ډاکترعبدالله په ګډون یو شمېر سیاسیون یې قطر ته بللي وو.

د طالبانو د قطر دفتر یو تن ویاند سهیل شاهین وایي چې دوی هیڅکله خبرې اترې نه دي پرېيښي.

ده زیاته کړې وه : "  په همدې موخه مو د ډاکتر عبدالله په ګډون یو شمېر مشهور افغان سیاسیون قطر ته غوښتي وو، څو پر داسې موضوعاتو خبرې وکړو، چې بین الافغاني مذاکراتو کې تېزوالی راشي او د شخړې یوه هواري ته ورسیږو. "

خو شاهین ویلي، چې تر اوسه هغوی نه دي راغلي، نه پوهیږي چې ایا هغوی علاقه لري که نه.

بلخوا ځینو سرچینو پژواک اژانس ته ویلي چې دغه سفر امریکا ته د ولسمشر اشرف غني تر سفر مخکې پلان شوی و، خو دا چې ډاکټر عبدالله له ولسمشر سره په دې سفر کې ملتیا کوله، نو وځنډېده.

یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل، چې د امریکا له سفر وروسته دوه ځلې دغه سفر چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په کې و، په وروستیو شېبو کې وځنډول شو.

بلخوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر یوې سرچینې هم پژواک ته ومنله چې دغسې یو سفر پلان شوی، خو تر اوسه یې د تګ نېټه نه ده معلومه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وړاندوینه وکړه چې راتلونکو څو ورځو کې به د سولې مهمې خبرې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.