Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰): امنیتي او سیمه ییزې سرچینې وايي چې د بامیانو ولایت کهمرد او سیغان ولسوالۍ او د شیبر ولسوالۍ ځينې برخې، دغه راز د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

په بامیانو کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو د کهمرد او سیغان ولسوالۍ نیولې او په یادو ولسوالیو کې مېشت ټول امنیتي ځواکونو د بامیانو مرکز ته شاتګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې اوس طالبانو شیبر ولسوالۍ کلابنده کړې او بريدونه یې پرې پیل کړي او د دې ولسوالۍ غندک دره او ډېرې سیمې یې نیولې دي.

نوموړي د ولسوالیو سقوط د ولایت مقام کمزوري وبلله.

د کهمرد ولسوالۍ اوسېدونکي محمد سهراب پژواک ته وویل، تېره ورځ طالبانو د دوی ولسوالۍ نیولې ده.

هغه چې د امنیتي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره کابل ته حرکت کړی و، وویل، په بامیانو ولایت کې د وضعیت تر ښه کېدو پورې کابل ته ځي.

په ورته وخت کې د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد امین هم د دې ولسوالي سقوط تایید کړ او ویې ویل، امنیتي ځواکونه له جګړې پرته د بامیانو مرکز ته پر شا شوي دي.

نوموړي وویل، اوس طالبان په یاده ولسوالۍ کې مېشت شوي، که څه هم له خلکو سره یې ناسم چلند نه دی کړی خو د بامیان ډېری اوسېدونکي د وضعیت له بدتر کېدو ډارېږي او له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د کهمرد، سیغان ولسوالۍ او دغه راز د شیبر ولسوالۍ د غندک درې د نیولو په خبره کوي او ادعا یې کړې ده چې ډېره اندازه وسلې او مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو په لاس د لغمان د الینګار ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند صفي الله افغانیار د دغه خبر په تایید پژواک ته وویل چې سیمه یې تغییر کړې او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

په ورته وخت کې طالبانو ادعا کړې چې د لغمان الینګار ولسوالۍ یې هم له جګړې پرته نیولې ده.

دا د لغمان ولایت څلورمه ولسوالي ده چې د طالبانو له خوا سقوط کېږي.

د شبرغان ښار په افغان تپه کلي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې د نن سهار تر نهو بجو د شبرغان ښار په افغان تپه سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه ترسره شوه چې له امله یې ۲۴ طالبان وژل شوي، درې ټپیان دي او اووه طالبان امنیتي ځواکونو ژوندي نیولي دي.

نوموړي ویلي چې په دې جګړه کې دوه امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د شبرغان- سرپل لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه ده او په جوزجان کې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمه کې د مسافرو د تګ راتګ لپاره هيڅ ستونزه نشته.

د افغان تپې کلي اوسېدونکي شېرمحمد وویل، په دې سیمه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې وضعیت خراب شوی او د افغان تپې ته د نږدې کلیو او سیمو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، په دې سیمه کې د خښتو بټیو فعالیت درلود چې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې له امله خلکو کاروبار پرېيښی او ډېری ځوانان بېکاره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د استوګنې هغه سیمې چې سړک ته نږدې موقعیت لري، تشې شوې او ډېری کورونه د طالبانو پر سنګرونو بدل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.