کابل (پژواک،۲۲ چنګاښ۱۴۰۰): ځينې سناتوران له «امیر شاه نایب زاده» سره د «امرالله صالح» پر چلند نیوکه کوي او وايي چې که په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د نایب زاده د کور کلابندي پای ته ونه رسېږي اقدام کوي، چې پړه به یې د حکومت پر غاړه وي.
دغه راز د بادغیس یو شمېر مدني فعالانو کابل کې یوه ناسته کې وویل چې که د نایب زاده پر وړاندې ګواښونه او تهدیدات دوام وکړي د بادغیس خلک به لاریون وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه غږیز کلېپ کې چې په رسنیو کې لاس په لاس کېږي په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نایب زاده طالبانو ته د بادغیس ولایت په سپارلو تورن کړی او په تونده لهجه ورته وايي، که پر دغه اقدام پښېماني ونه کړي «دوزخ» ته یې لېږي.
وروسته د کورنیو چارو وزارت سرحدي پولیسود نایب زاده د ممنوع الخروجیت امر صادر کړ او امنیتي ځواکونو یې کابل کې کور کلابند کړی دی.
نایب زاده دغه څرګندونې بې اساسه بللې او د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا یې د یادو تورونو پر څېړلو ټینګار کړی دی.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې هم په دې اړه خبرې وشوې.
د دغې جرګې غړي او د امیرشاه نایب زاده ورور شاه ولي الله نایب زاده وویل چې په بادغیس کې «فرمایشي استخدامونه» د دغه ولایت د ځينو سیمو د سقوط لامل شوي او د ولسمشر لومړی مرستیال باید د سیمه ییزې ادارې نیمګړتیاوې پر نایب زاده وانه چوي.
هغه زیاته کړه: ((موږ په داسې حال کې چې ناروغان لرو، کابل کې مو کور کلابند دی، چا ته د داخلېدو یا له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي، که مې ورور مجرم دی او اسناد موجود وي نو ولې یې د هغه غږ په څېر چې لومړي مرستیال خپور کړی نه نشروي، که مې د ورور په اړه اسناد موجود وي نه یوازې هغه بلکې زه حاضر یم د ورور د خیانت په خاطر اعدام شم.))
هغه یې د ورور د کور کلابندۍ ته په اشاره وویل: ((همدغه طالبان چې وحشت او دهشت ترسره کوي داسې کار نه کوي چې د یوه افغان ښځې او اولادونه په کور کې بندي کړي.))
په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي د نایب زاده د کور محاصره ناقانونه وبلله او ویې ویل، دا د عدلي او قضايي ارګانونو صلاحیت دی او له نایب زاده سره باید «شخصي او سلیقوي چلند» ونه شي.
د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو چې د نایب زاده کور محاصره کړی ان اولادونو ته یې اجازه نه ورکوي چې له بازاره د اړتیا وړ خوراکي توکي واخلي.
هغه زیاته کړه: ((موږ له هغه څخه دفاع نه کوو، که مجرم دی او اسناد موجود وي باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، خو یوه وکیل ته اخطار ورکول، د کور محاصره او د ښځو او اولادونو بندي کول یې د هېواد د نافذه قوانیو خلاف دي.))
نوموړي ګواښ وکړ او ویې ویل: ((که تر ۲۴ ساعتونو د نایب زاده د کور کلابندي ختمه نه شي نو بدې پایلې به یې د حکومت او لومړي مرستیال پر غاړه وي.))
په دې جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنیف حنفي صالح ته په خطاب وویل: ((که بدمعاشي کوې ښې پایلې به ونه لري، د زور ازمویلو ځای نه دی، که تر ۲۴ ساعتونو د نایب زاده کور له کلابندۍ خلاص نه شي هرات، کندهار، بادغیس، اروزګان، زابل او هلمند ولایتونه به له حکومت سره اړیکې پرې کړي او مسوولیت به یې د حکومت او صالح پر غاړه وي.))
هغه زیاته کړه چې هېڅکله د خاین ملاتړ نه کوي، خو باید هره ستونزه چې رامنځته کېږي له قانوني لارې حل شي او امنیتي ځواکونه د خلکو پر وړاندې استفاده نه شي.
په جرګه کې د غور د خلکو استازي داوود غفاري صالح ته په خطاب وویل: ((که ستاسو په نظر نایب زاده مجرم هم وي، جرم یو فردي عمل دی او باید اولادونه او کورنۍ یې کور کې زنداني نه شي.))
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل: ((تر کومې چې زه نایب زاده پېژنم، دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې له نظامه دفاع کړې، له تحقیق پرته صحرايي محکمه او د خلکو پر استازي تور لګول د قانون خلاف دي او معاون صیب باید د همدې قانون له مخې د لومړي مرستیال په توګه قانون ته احترام ولري.))
هغه د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا دې قضیې ته پر رسېدو ټینګار وکړ او د ولسمشر له لومړي مرستیال یې وغوښتل چې خپل اسناد وړاندې کړي.
د هغه په خبره، د دغې جرګې هېڅ غړی د خاین او غدار ملاتړ نه کوي خو له سند پرته باید پر هېوادوال تور ونه لګول شي، توهین او سپکاوی ورته ونه شي.
مسلمیار وویل: ((د نایب زاده کور باید له محاصرې خلاص شي او امنیتي ځواکونه چې هلته بوخت دي د اړتیا ځای ته ولېږل شي، که نایب زاده ځواب ورکولو ته حاضر نه شو بیا حکومت اقدام کولای شي.))
په ورته وخت کې کابل کې د بادغیس یو شمېر مدني فعالانو په یوه ناسته کې پر نایب زاده لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل، د دغې قضیې د قانوني څېړلو غوښتنه یې وکړه او ویې ویل، د نایب زاده د حیثیت د اعادې غوښتنه کوي.
د عبدالصبور صبوري په نوم یو مدني فعال وویل، نایب زاده او کورنۍ یې د نظام ملاتړي دي او که حکومت پر نوموړي د لګول شوي تور په اړه اسناد لري وړاندې یې دې کړي.
هغه زیاته کړه، د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا د بادغیس خلکو استازي ته سپکاوی د دغه ولایت اوسېدونکو ته سپکاوی دی او باید دغه قضیه د یوه بې طرفه پلاوي له خوا وڅېړل شي.
د نننۍ ناستې ګډونوالو یو پرېکړه لیک هم خپور کړ.
په یاد پرېکړه لیک کې راغلي: ((که له دې زیات د نایب زاده پر وړاندې ګواښونه او تهدیدات دوام ولري او دولت پر دې تورونو ټینګار وکړي، د بادغیس مدني فعالان او خلک به واټونو ته راووځي او لاریون به وکړي.))
سرچینې زیاته کړې چې د ولسمشر لومړي مرستیال ته رسېدلي راپورونه اوازې او افواهات دي او د بادغیس خلک د هغو کسانو د پېژندلو او ورسره د قانوني چلند غوښتنه کوي چې دغه ناسم او بې بنسټه راپورونه یې مرکز ته لېږلي دي.
دوی د نایب زاده د حیثیت د اعادې غوښتنه کړې او لیکلي یې دي چې پر نوموړي لګول شوي تورونه حقیقت نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د لومړي مرستیال مطبوعاتي دفتر ویلي چې پر نایب زاده د لګول شوي تور په اړه اسناد لري او له عدلي او قضايي ارګانونو سره یې شریکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP