کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د بښنې نړیوال سازمان (امنيسټي انټرنېشنل) په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د تسلیم شوو افغان کومانډویانو وژل جنګي جنایت بللی دی.
خو وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
د امریکا سي اېن اېن ټلوېزيون له خوا په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې ښودل کېږي چې وسله وال طالبان پر هغو افغان کومانډویانو ډزې کوي او وژني یې چې په فاریاب کې تسلیم شوي دي.
سي اېن اېن ويلي چې دا پېښه د جون په ۱۶مه نېټه د طالبانو لاس ته د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د لوېدو پر مهال رامنځته شوې ده.
هغه مهال هم رسنیو په دولت اباد ولسوالۍ کې د یو شمېر افغان کومانډویانو د وژل کېدو راپورونه خپاره کړي وو.
د بښنې نړیوال سازمان له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ویډیو د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې د دوی دریځ نرم شوی دی.
د دغه سازمان د سوېلي اسیا څانګې غړې سمیرا حمیدي ویلي، دا پېښه د طالبانو هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې دوی به د سولې په بهیر کې د بشري حقونو درناوی وکړي.
هغې زیاته کړې، دا انځورونه سخت ځوروونکي دي او په افغانستان کې په زياتېدونکې توګه د ناهيلي کوونکي حالت څرګندونه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان دې غړې په ټينګه غوښتنه کړې چې افغان چارواکي سملاسي د دې ناوړه عمل په اړه څېړنې او هڅه وکړي چې د دې پېښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
سميرا حمیدي په دې پېښه کې د نړیوالې جنايي محکمې پر ښکېلېدو هم ټينګار کړی او ویلی یې دي، که افغان حکومت ونه کړای شي عاملان یې عدالت ته وسپاري، نو باید د جنايي جرمونو نړیواله محکمه لاس په کار شي.
خو طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا حقیقت نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي، په ویډیو کې یوه جعلي ټوټه، له یوې بلې ټوټې سره چې د فاریاب په ولایت کې ۲۲ کومانډویان د عملیاتو پر مهال په جګړه کې وژل شوي وو، دواړه سره یوځای شوي او راپور ترې جوړ شوی دی.
سي اېن اېن وايي، طالبان ادعا کوي چې دا سرتېري لا هم ورسره بندیان دي، خو د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو دا خبره ردوي او وايي، وژل شوي دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پژواک ته وویل چې طالبان له خپلو ټولو جنایتونو انکار کوي، خو په دې ویډیو کې ښکاري چې دغه سرتېري یې له نیول کېدو وروسته وژلي دي.
د سي این این تلوېزون وايي، سور صلیب تایید کړې چې له دې ځای یې د ۲۲ افغان کومانډویانو مړي ترلاسه کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن