Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بریتانیا : افغانستان به دویم ویتنام نه شي

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰) : د بریتانیا دفاع وزیر وایي، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل دې پورې تړلي دي چې دوی تر کومه بریده سولې ته ژمن پاتې کېږي.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس پرون په واشنګټن کې د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټن سره لیدلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه یې هم ورسره خبرې کړې دي.

هغه تر یادې لیدنې وروسته له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان به دویم ویتنام نه شي، ځکه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د یوه پلان شوي پروګرام برخه ده او طالبان اوس متوجه شوي چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت د دوی پېژندنه څومره مهمه ده.

والاس زیاته کړې، د طالبانو راتلونکی په دې پورې تړلی دی، چې نړیواله ټولنه یې تر کومه بریده په رسمیت پېژني او په رسمیت د طالبانو پېژندل بیا په دې پورې تړلې موضوع ده، چې دوی تر کومه بریده سولې ته ژمن پاتې کېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې جګړې زور اخیستې او د سولې خبرو کومه څرګنده پایله تراوسه نه تر سترګو کېږي.

د بریتانیا دفاع وزیر وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو تر سره شوی کار دی.

هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: ”زه ګومان کوم تر یو څه نور وخت پورې هم پاتې کېدای شوای ” خو د ده په وینا، بریتانوي ځواکونه له امریکايي او ناټو ځواکونو سره په ګډه افغانستان ته تللي وو او باید په یوه وخت له هغه هېواده وتلي وای.

د نوموړي په وینا، نړیوالې ټولنې نور په افغانستان کې پاتې کېدو ته لېوالتیا نه درلوده.

ده زیاته کړې : ”موږ د دې لپاره تللي وو، چې اصلاحات راولو، د القاعده مخه ونیسو، له افغانانو سره د افغان پوځ په چمتوالي کې مرسته وکړو، داسې نه وه، چې موږ باید سل کاله هلته پاتې شوي وای، ښايي هلته سل کلن حضور ته اړتیا وای. ”

نوموړی وايي، بریتانیا او امریکا له افغانستانه مخ نه اړوي او له افغان دولت سره به یې مرستې دوام وکړي.

د بریتانیا دفاع وزیر زیاتوي، یوازې له پوځي لارې مرسته نه کېږي، بلکې په وینا یې له افغانستان سره د بنسټونو په غښتلي کولو کې مرسته کوي او هڅه یې دا ده چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، چې سوکاله شي او دوی یې مستحق دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.