Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پښتونخوا کوهستان کې چاودنې نهه چینایي انجنیران وژلي

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې د یوې چاودنې له امله د نهو چینایي انجنیرانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د چنګاښ په ۲۳مه خبر ورکړی چې دا پېښه نن سهار د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهستان سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د چینایي انجنیرانو پر یوه موټر چې د اوبو بند پر لاره وو، چاودنه شوې ده.

دغو انجنیرانو د اوبو په یاد بند کې کار کاوه.

په اسلام اباد کې د چین سفارت ویلي چې په دې چاودنه کې نهه چینایي انجنیران وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

بلخوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې چینایي انجنیران له پاکستاني ځواکونو سره د کوهستان د داسو اوبو بند کې کار ته روان وو.

د کوهستان سیمې ځایي مسوولینو ویلي چې په دې چاودنه کې نهه چینایي انجنیران او درې امنیتي سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د چین حکومت له پاکستانه د دې پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.