Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په مالستان کې ۱۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د غزني ولایتي شورا وایي چې په مالستان ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال  ۱۷ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفي د چنګاښ په ۲۴مه پژواک اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو کله چې په مالستان ولسوالۍ ډله ییز بریدونه وکړل، نو امنیتي ځواکونه د پشي په نوم سیمې ته ولاړل.

هغه زیاته کړه چې طالبانو پر هغه کلي هم برید وکړ چې له امله یې ۸ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

یوسفي وایي، په سیمه کې مخابراتي شبکې قطع شوې او مالستان ولسوالۍ هم د طالبانو لاس کې ده.

ځایي دولتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزني یوازې جاغوري او ناهور ولسوالۍ له حکومت سره دي، پاتې ۱۶ ولسوالۍ یې له طالبانو سره دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې یادو ملکیانو ته د دوی له خوا مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه پژواک ته وویل چې حکومتي ځواکونه د توپونو فیرونه او هوایي بریدونه کوي چې له امله یې خلک زیانمنېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.