Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر اشرف غني اوزبکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ او سوېلي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې تر سرلیک لاندې نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار اوزبکستان ته ولاړ.

له ارګه د چنګاښ په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به په یاد کنفرانس کې د ګډون او وینا ترڅنګ د اوزبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او په کنفرانس کې د ځینو هېوادونو له ګډون کوونکو استازو سره په جلا جلا کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د هېواد له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رییس عبدالمتین بېګ ملتیا کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.