ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د کندهار د ارغنداب مهمه ولسوالي نیولې ده

طالبانو د کندهار د ارغنداب مهمه ولسوالي نیولې ده

author avatar
15 Jul 2021 - 16:46
طالبانو د کندهار د ارغنداب مهمه ولسوالي نیولې ده
author avatar
15 Jul 2021 - 16:46

کندهار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): له سپین بولدک ولسوالۍ وروسته کندهار ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالي ارغنداب هم د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د کندهار ښار په شمال لوېدیځ کې د ۱۰ کیلومتره په واټن پرتې دغې ولسوالۍ له یو میاشتې سختې جګړې وروسته تېره شپه سقوط وکړ.

که څه هم چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو طالبانو ادعا کړې ده چې دغه ولسوالي یې نیولې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه د یادې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني نیول شوې او ډېره اندازه وسلې او تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، تېره شپه وسله والو د ولسوالۍ پر مرکز او امنیې قوماندانۍ برید وکړ او د دواړو لورو تر منځ د شپې تر ناوخته جګړه روانه وه.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نظر محمد پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه تر ناوخته د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه وه چې د سیمې اوسېدونکي یې سخت وارخطا کړي وو.

دی وايي، تر څو ساعته جګړې وروسته امنیتي ځواکونه له ولسوالۍ په شا شول او اوس دغه ولسوالي د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د ۹مې امنیتي حوزې په ساحه کې پر یوې پوستې برید وکړ، خو بېرته پر شا شول.

دغه راز یې یادونه وکړه چې د کندهار ښار د ۱۵مې او ۱۳مې امنیتي حوزو په بېلابېلو ساحو کې هوايي بریدونه شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې لا معلومات نشته.

د سرچینې په خبره، وسله والو تېره شپه د کندهار ښار په ۱۳مه امنیتي حوزه کې هم پر یوه ماموریت او امنیتي پوستې بریدونه کړي او سقوط شوي دي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی پرته له دې چې نور معلومات ورکړي وايي، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ په کندهار ښار، ژېړۍ او ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۸ وسله وال وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له بېلابېلو سیمو څخه د جګړې له امله ۶ جسدونه او ۹ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون یوه ډاکټر پژواک ته وویل، جسدونه او ټپیان له ډنډ، سپین بولدک، دامان ولسوالۍ، ارغنداب ولسوالیو، د ښار له ۸مې حوزې، میر بازار، مېرویس مېنې، ميرزا محمد خان کلاچې او کوتل مرچې سیمو څخه ور وړل شوي چې په مرمیو او هاوانونو لګېدلي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ روغتون ته ۱۱ جسدونه او ۴۱ ټپيان ور وړل شوي وو.

وسله وال طالبان له تېرو څو اوونیو راهیسې توانېدلي د کندهار ۱۱ ولسوالۍ غورک، میوند، نېش، شاولیکوټ، خاکرېز، میانشین، پنجوايي، ارغنداب، معروف، ښوراوک او سپین بولدک ولسوالۍ یو په بل پسې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د کورنیو چارو وزارت معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کندهار ته راغلی چې د دغه ولایت له امنیتي او ملکي چارواکو سره به وویني.

طالبانو تر اوسه شاوخوا ۱۸۰ ولسوالۍ نیولې دي.

Views: 348

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.