کابل ( پژواک ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر غني وایي، ا ستخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه ۱۰ زره جنګیالي افغانستان ته راغلي.
ولسمشر دغه څرګندونې نن له (مرکزي او سویلي آسیا: سیمه ایز اتصال؛ ستونزې او فرصتونه) نړیوال کنفرانس ته چې د ازبیکستان پلازمینه تاشکند کې جوړ شوی و، وکړې
هغه وویل، په داسې حال کې چې د کوېډ-۱۹ وبا د خلکو. ژوند ګواښي او وچکالۍ معیشت له ګواښ سره مخ کړی، طالبانو هم په ټول هیواد کې د ویجاړونکو بریدونو څپه پيل کړې ده. دوی (طالبانو) له متحده ایالاتو سره د سیاسي حل لارې خپلولو د ژمنې پرخلاف چې په لړ کې یې د نړیوالې ټولنې او لویې جرګې په غوښتنه ۵۰۰۰ بندیان آزاد شول، له هغو بندیانو د دې بریدونو د لښکر په توګه کار واخیست. له ۵۰ ډېر لوی قاچاقبران چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنه آزاد شول، هغوی دغو بریدونو ته مالي ملاتړ برابروي.
هغه زیاته کړه عامه شتمنیو تخریب؛ د ۲۶۰ ودانیو ویجاړول او په سیستماتیک ډول یې په نښه او.له منځه وړل د هغوی (طالبانو) د تخریب ښکاره نښه ده. موټربمونه، د سرک غاړې ماینونه، هدفي وژنې، د ټولنې د رهبرۍ په کچه د ښځو ترور او د جنګي اسیرانو بې محکمې خپله سره اعدام د دوی موخې جوړوي. د هغوی (طالبانو) دې اقداماتو سلګونه زره خلک ښارونو او امن ولایاتونو ته، تللو ته اړباسي.
ولسمشر غني زیاته کړه، ا ستخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه ۱۰ زره جنګیالي راغلي او همدارنګه د پولو پورې ترهګریزو سازمانونو له لوري د دوی ملاتړ ښيي.
د نوموړي په وینا د معتبرو نړیوالو سازمانونو څارونکي پر دې نظر توافق لري چې طالبانو له ترهګرو سازمانونو سره د خپلو اړیکو د پرې کولو لپاره هېڅ نه دي کړي.
ولسمشر وویل طالبانو د خپل سیاسي دفتر د اعلامیي خلاف چې په کې یې ویلي وو پر ښارونو او د ولایاتو پر مرکزونو به بریدونه نه کوی؛ خپل بریدونه زیات کړل او هڅه کوي چې ښارونه په لوږې او قحطۍ کې ډوب کړي.
ده زیاته کړه ” د لومړي وزیر عمران خان او د دوی د جنرالانو د هغه اطمینان خلاف چې ویل یې د طالبانو له لوري د افغانستان اشغال د پاکستان په ګټه نه دی او پر طالبانو د نفوذ د قوت په مرسته یې د خبرو اترو مېز ته راوړي؛ خو کومې شبکې او سازمانونه چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره ډول د افغانستان د شتمنیو او د افغانانو د وړتیاو د تخریب هرکلی او ستاینه کوي.”
ولسمشر وایي: ” دا وضعیت د افغانستان ولس، دولت او زموږ سیمه ایزو شریکانو ته په څه معنی دی؟ موږ د افغانستان ولس او حکومت په اوسني حالت بشپړ تمرکز لرو او ژمن یو چې د ملت او دولت په حیث خپله بقا تأمین کړو. د خدای (ج) په اراده او د وطندوستۍ پر قوي حس په اتکا سره، دا باور لرو چې ننګونې په فرصت بدلولای شوو. موږ پر خپلو ځواکونو او د مصارفو د کمولو او موثریت د تمرکز پر اساس طالبانو او د هغوی ملاتړو سره تر هغه وخته مقابلې ته چمتو یوو چې هغوی درک کړي او پوه شي چې سیاسي حل لاره یوازینۍ لاره ده.”
هغه وویل له الجزایر، عراق، لبنان، سوریې، یمن او نورو هیوادونو اخیستو سبقونو ته په کتو، په دې هیلو یو چې یوې مطلقې جګړې ته د ورتللو مخه ونیسو.
ولسمشر وایي:” په همدې خاطر پر طالبانو غږ کوو چې له دولت سره یوځای شي او اوسنۍ جګړې او ویجاړونکو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. همدارنګه له پاکستانه هم غواړو چې د خپل نفوذ او فشار نه سولې کولو او د دښمنۍ د ختمولو لپاره کار واخلي.”
هغه زیاته کړه له سیمه ایزې اجماع او ملاتړ پرته سوله نه راځي. هیله ده چې افغانستان ته د اسیا د بالقوه څلورلارې له لیدلوري وګورئ، چې موږ زرګونه کاله د تمدنونو، کلتورونو، توکو، مفکورو او خلکو د لېږد مرکز په توګه پاتې شوي یوو.
ده زیاته کړه: ” موږ له تاسې خواخوږي نه غواړو، بلکې ستاسې په خپلو هیوادونو کې د ثبات او سوکالۍ په راتګ او له موږ سره د ګډو ګټو لپاره په میکانیزم کې ستاسې د خپلو ګټو تعریف غواړو. د سیمه ایز اتصال منل او د ګړنګ له غاړې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د راستنولو لپاره د سیاسي لارې ملاتړ، د ټولو په ګټه دی.”
د نوموړي په وینا جنګ ته د افغانستان ورتګ، شدید تلاطم ته د سیمې د وړلو په معنی دی، نو د سیمه ایزې ګټې له لیدلوري باید پاکستان په فوري او منسجم شکل همکاري وکړي.
ولسششر وویل، د افغانستان ولس ماته دا ویاړ راکړی چې د هغوی خدمتګار ووسم. هغوی په دې تمه ده چې زه یې په ویاړ او منطق استازولي وکړم. دا هغه ویاړلی ولس دی چې تل یې د له منځه تللو او نږدې فاجعې راتللو په اړه د استعماګرو مقاماتو، جنرالانو او مفکرینو اټکل ناسم ثابت کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP