کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير په تاشکند کې سره ليدلي دي.
له ارګ څخه په خپاره شوي مطلب کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د منځنۍ او جنوبي اسیا؛ سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه بین المللي کنفرانس په څنډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.
خو سرچينې د دې کتنې د جزئياتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح نن ويلي چې د پاکستان اردو او هوايي ځواکونو رسماً د افغانستان لور ته اخطار ورکړی چې د سپين بولدک بندر د نيولو لپاره هر ډول هڅه به د پاکستان د هوايي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شي.
ده زياته کړې، دا په دې معنا ده چې د پاکستان هوايي ځواک اوسمهال د طالبانو د ملاتړ لپاره لاس په کار شوی دی.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د صالح دغه څرګندونې رد کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP