کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې د سولې پروسې په ګډون له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ناوخته پلازمېنه تاشکند کې په خپل استوګنځي کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې او امنیت د تامین او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا او همکاریو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جمهوررئیس طیب اردوغان له لوري جمهور رئیس غني ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې د سولې پروسې په ګډون له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
جمهور رئیس غني افغانستان او ترکیه دوه تاریخي او ستراتیژیک ملګري وبلل او په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره د یاد هیواد د همکاریو مننه او د هغو د دوام قدرداني وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP