ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي ځواکونه د سپین بولدک د بیا نیولو د عملیاتو پر مهال له لږ پرمختګ وروسته بیرته په شا شوي

امنیتي ځواکونه د سپین بولدک د بیا نیولو د عملیاتو پر مهال له لږ پرمختګ وروسته بیرته په شا شوي

author avatar
17 Jul 2021 - 08:17
امنیتي ځواکونه د سپین بولدک د بیا نیولو د عملیاتو پر مهال له لږ پرمختګ وروسته بیرته په شا شوي
author avatar
17 Jul 2021 - 08:17

کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰): امنیتي او دفاعي ځواکونو نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ د بیا نیولو عملیات پيل کړل خو تر لږ پرمختګ وروسته بیرته په شا شوي دي.

که څه هم اړوند چارواکي او مسوولین په دې اړه څه نه وايي خو یو شمېر امنیتي سرچینو پژواک خبري اژانس ته وویل چې عملیاتي کاروان له لږ پرمختګ وروسته له سپين بولدک څخه را پر شا شوی او د بیا عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک اژانس ته وویل، امنتیتي او دفاعي ځواکونو نن سهار وختي د پيل شوو عملیاتو په لړ کې تر سپين بولدک ولسوالۍ مخکې لاړ خو له سختې جګړې وروسته بیرته په شا شول.

د ده په خبره، په مخامخ جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

د دغې سرچینې په خبره، د امنیتي ځواکونو په برید کې د وسله والو طالبانو د نیمروز ولایت د سرې قطعې قوماندان ملا یعقوب، د سپين بولدک نظامي مرستیال ملا مجاهد، د سرې قطعې قوماندان حافظ صادق وژل شوي او دوه نور قوماندانان ملا امر او حبیب ټپيان شوي دي.

په همدې مهال، خبریال او عکاس دانش صدیقي چې له رویټرز نړیوال اژانس سره یې د فوټو ژورنالیست په توګه کار کاوه او کندهار ته د جګړې او عملیاتو د خبري پوښښ لپاره راغلی و هم وژل شوی دی.

امنیتي سرچینې وايي، نوموړی د سپین بولدک ولسوالۍ د بیا نیولو د ځانګړو عملیاتو له مرستیال ډګروال صدیق کرزي او یوه بل سرتېري سره یو ځای د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، کله چې امنیتي ځواکونه سپین بولدک ته داخل شول، دانش صدیقي د دې ولسوالۍ د بازار په څلورلارې کې د عکسونو او ویډیوګانو په اخیستلو بوخت و چې د طالبانو تر هدفي برید لاندې راغلل.

د دې پېښې په خپرو شوو عکسونو کې د دانش صدیقي جسد د ډګروال صدیق کرزي او یوه سرتېري له جسدونو سره یو ځای لیدل کېږي چې وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل خو ویې ویل چې دانش صدیقي د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د رویټرز اژانس فوټو ژورنالیست دانش صدیقي نن سهار اته بجې د سپین بولدک ولسوالۍ په څلورلارې کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، نوموړی داسې مهال د طالبانو له خوا وژل شوی چې په سیمه کې د عملیاتو په خبري پوښښ بوخت و.
وسله والو طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې ده چې سپین بولدک ولسوالۍ یې په کنټرول کې ده.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د امنیتي ځواکونو له راتګ او عملیاتو له پیل سره نن تر ډېره بازار او دوکانونه تړلي وو.

د دې ولسوالۍ د بازار یوه اوسېدونکي عبدالشکور پژواک اژانس ته وویل: ((سهار وختي اوازې خپرې شوې چې سپین بولدک ته لویه قوه را راوانه ده، له همدې سره بازار او دوکانونه وتړل شول، ځکه ویل کېدل چې که جګړه ونښلي ملکي وګړو ته به سخت تاوان واوړي.))

دی وايي، سپين بولدک ته نژدې تر لنډې جګړې وروسته امنیتي ځواکونه بیرته په شا شول.

د ده په خبره، پرون له غرمې وروسته پاکستاني لوري دروازه د مسافرو د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته خو نن ټوله ورځ دغه لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ تړل شوې ده.
نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ د بیا نیولو د عملیاتو له پیل سره د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل: ((چا چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستاني ملېشو سره همکاري کړې او چا چې د دوست په جامه کې کودتاه کړې نن به یې حساب ورکوي.))

بل خوا نن هم د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه وه.

د ملي امنیت ۰۳ قطعې ځانګړو ځواکونو خبر ورکړی چې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې عملیات روان دي.

د یادې شوې قطعې یوې سرچینې پژواک ته وویل، د عملیاتو په لړ کې د کندهار ښار ۹مه ناحیه له طالبانو پاکه شوه او د درنې مرګ ژوبلې ور اوښتو وروسته یې سیمه پرې ایښې ده.

په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو یوه اندازه وسلې، چاودېدونکي توکي او مهمات نیولي دي.

په کندهار کې د روانو جګړو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې میرویس حوزوي روغتون ته ۳۵ ملکي وګړي راوړل شوي چې د مرمیو د لګېدو له امله ټپیان شوي دي.

د روغتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ټپیان د کندهار ښار له مېرویس مېنې، سرپوزې او ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو څخه ور وړل شوي چې ۱۰ ښځې، ۸ ماشومان او پاتې یې نارینه دي.

Views: 6057

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.