ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سرو زرو بیه نږدې درې سلنه ټیټه شوې

په کابل ښار کې د سرو زرو بیه نږدې درې سلنه ټیټه شوې

author avatar
17 Jul 2021 - 15:38
په کابل ښار کې د سرو زرو بیه نږدې درې سلنه ټیټه شوې
author avatar
17 Jul 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د بورې، غوړو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې؛ خو د سرو زرو او مایع ګاز بیې رالوېدلې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۳۸۰ افغانیو ۲۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د وارداتو کموالي او بورې ته د تقاضا ډېروالي له امله د هغې بیه لوړه شوې ده.

خو د هغه په وینا، نن هم لکه د اوو ورځو مخکې په څېر، په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو د پلور بیه ۲۳۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په  ۱۷۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانیو پلور کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۲۰ افغانۍ، ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۷۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۷۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه رالوېدلې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو ګرام ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه  له۳۷۵۰ څخه ۳۶۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه له  ۳۰۵۰ نه ۲۹۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي یادونه وکړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره اړیکه لري.

خو د سون توکو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د تېرې شنبې په پرتله نن د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۵۵ نه ۵۷  افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د هغه په خبره چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې د یوه لېتر پټرولو بیه ۵۵ افغانۍ ده.

د مایع ګاز بیه ټيټه شوې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.