کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو، اوزبکستان، افغانستان او پاکستان د څلور اړخیز ډیپلوماتیک چوکاټ پر جوړولو هوکړه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د امریکا متحده ایالتونو، افغانستان، اوزبکستان او پاکستان استازو غونډه وشوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې په سیمهيیز ادغام کې د نوي څلور اړخیز ډیپلوماتیک پلټفورم رامنځته کولو په هدف په اصولو کې هوکړه وکړه.
په خبرباڼه کې راغلي، ټولو لورو په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات د سیمهيیزو همکاریو پراختیا لپاره مهم وګاڼه او تړون یې وکړ چې د سولې او سیمې اړیکې به د متقابلې همکارۍ پر بنسټ پیاوړي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوسني تاریخي فرصت په درک کولو سره چې د متقابل تجارت پرمختګ او سوکالۍ ته لاره هواروي، ټولې خواوې به د سوداګرۍ پراخولو، ترانزیټي اړیکو رامنځته کولو او سوداګریزو اړیکو پیاوړي کولو لپاره ګډ کار وکړي.
ټولو خواوو همدارنګه ومنله چې په راتلونکو میاشتو کې به له دغه پلټفورم څخه د ګټې اخیستنې لپاره ناسته ترسره کړي او لیدلوري به سره توحید کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP