ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: حکومت دې له پاکستان سره اړيکې پرې کړي

لاريون کوونکي: حکومت دې له پاکستان سره اړيکې پرې کړي

author avatar
18 Jul 2021 - 16:15
لاريون کوونکي: حکومت دې له پاکستان سره اړيکې پرې کړي
author avatar
18 Jul 2021 - 16:15

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د مدني ټولنو غړو او کابل ښاريانو د پاکستان سفارت مخې ته د لاريون په کولو سره پر حکومت غږ وکړ چې په بېړنۍ توګه دې له پاکستان سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.

دوى دغه لاريون وروسته له هغه وکړ چې پرون د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د افغانستان د سفير نجيب الله علي خېل لور “سلسله علي خېل” وتښتول شوه او تر څو ساعته ربړونې وروسته بېرته خوشې شوه.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې او لاريون کوونکې شینکۍ کړوخېل پژواک ته وویل چې د پاکستان هېواد له لوري دغسې کړنې د ټولو نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او ډيپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

نوموړې وویل: ((دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغان ډیپلوماتانو په امنیت کې پاتې راغلی، بلکې داسې کړنې یې ډېرې کړې دي.))

د ولسي جرګې بل غړي او لاريون کوونکي یارباز حمیدي پژواک ته وویل، پاکستان له پيداښت څخه خپل پايښت د نورو په تخريب او ځورونه کې ګوري.

ده زياته کړه: ((پاکستان تل دا غوښتي چې په افغانستان کې جنګ وي، فقر او غربت وي، څو خپله په امن کې ژوند وکړي او د افغانستان خلک همداسې ځورېدلي وي.))

همدارنګه د لاریون يوې بلې ګډونوالې زینب تره کي پژواک ته وویل چې حکومت دې په کابل کې د پاکستان سفارت وتړي او له دغه هېواد سره دې خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.

نوموړې وویل: ((تر هغه چې د پرونۍ پېښې څېړنه نه وي شوې او عاملينو ته یې سزا نه وي ورکړل شوې، حکومت دې هر ډول اړيکې له پاکستان سره پرې کړي.))

یو شمېر نورو لاریون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له پاکستان سره یې د اړیکو پرې کېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو د لاريون په پاى کې يو پرېکړه لیک هم صادر کړ.

په پرېکړه لیک کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې تر نامعلومې نېټې دې له پاکستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.

دغه راز په پرېکړه لیک کې ټينګار شوی چې افغان حکومت دې د يادې موضوع په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر وړاندې شکايت ثبت او دعوه دې پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومتي چارواکو، سياسيونو او ګڼ شمېر افغانانو ياده پېښه پر سختو ټکو غندلې او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه کړې.

بل لور ته پاکستاني چارواکو هم ويلي چې د دې پېښې جدي څېړنه کوي او عاملينو ته يې سزا ورکوي.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.