Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شپه کې د بګرام څراغونو په ناڅاپي مړه کېدو سره په تاریخ کې مهمه پېښه ثبت شوه

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د بګرام په هوايي ډګر کې  چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو تر ټولو ستر مرکز و، افغان ځواکونه ځای پر ځای شوي، خو تر اوسه د دغه مرکز ډېری سړکونه چې یو وخت به په کې د بهرنیو ځواکونو بیروبار و او د شپې له خوا به له لرې د ښار د څراغونو به څېر ښکارېدل، سکوت دي.

اوس په دغه ډګر کې هيڅ بهرنی تبعه نه لیدل کېږي، خو د دوی له خوا جوړ شوي بنسټونه او پاتې شوي وسایل انسان ته هغه ورځې ور یادوي چې دغه نظامي او ستراتيژیکه سیمه د امریکايي عسکرو تر بشپړ کنټرول لاندې وه.

بګرام په هوايي ډګر کې یاد نظامي مرکزــ چې د پروان ولایت د مرکز چاریکارو ښار په ۱۱ کیلومترۍ کې پروت دیــ شاوخوا دوې لسیزې مخکې د امریکا تر برید او طالبانو حکومت تر نسکورېدو وروسته جوړ شوی و. د راپورونو له مخې دغه مرکز د شاوخوا ۱۰ زره عسکرو د اوسېدو وړتیا لرله.

امریکا د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته د روانې (چنګاښ) میاشتې په یوولسمه اعلان وکړ چې بګرام یې هم خالي کړی او د سپټمبر میاشتې له ۱۱مې وروسته چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا اعلان شوې رسمي نېټه وه، عملاً نظامي عمیات پای ته رسولي دي.

د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي غلام محمد چې بګرام هوايي ډګر ته نږدې موقعیت لري، وویل: «شپه وه چې ناڅاپه د بګرام هوايي ډګر څراغونه مړه شول- هغه څراغونه چې له لرې د ښار څراغونو په څېر ښکارېدل ــ سهار خبر شوو چې امریکایان له بګرامه وتلي دي.»

هغه زیاته کړه چې له دې وروسته د شپې له خوا د دغه هوايي ډګر څراغونه نه لیدل کېږي.

د بګرام هوايي ډګر نوي قوماندان برید جنرال اسدالله کوهستاني هم ویلي چې امریکايي عسکر افغان ځواکونو ته له خبر ورکولو پرته د شپې مهال له دغه مرکزه وتلي او د افغانستان ملي اردو سرتېري څو ساعته وروسته خبر او دلته ځای پر ځای شوي دي.

په بګرام کې یو زندان دی او ویل کېږي چې تر ۵۰۰۰ طالبان په کې بندیان دي.

هغه په دې اړه چې ولې د پخوا په څېر د شپې له مخې د دغه هوايي ډګر څراغونه نه لیدل کېږي، وویل، بهرنیو عسکرو څو جنراتورونه روښانه کول چې د ۷۶ میګاواټ برېښنا د تولید وړتیا یې لرله، خو اوس افغان ځواکونه دغه ټول جنراتورونه نه چالانوي او هغه جنراتورونه چالانوي چې اړتیا پرې پوره کېږي.

د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د پژواک خبري اژانس خبریال دغه هوايي ډګر ته تللی دی.

په یاد هوايي ډګر کې د مېشتې ملي اردو د مطبوعاتو د همغږۍ برخې د پژواک خبریال رهنمايي کاوه چې د دغه نظامي مرکز برخې وویني او په اړه یې راپور جوړ کړي خو امنیتي موظفینو نوموړي ته اجازه ور نه کړه چې په بګرام هوايي ډګر کې جوړ شوي زندان ته لاړ شي.

هوايي ډګر ته له داخلېدو مخکې، د لوړ او اوږده دېوال ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو ځيني محاربوي وسایل ولاړ وو چې پر سر یې اغزن سیم نصب او دغه میدان ــ چې مخکې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و، احاطه کړی و.

د ترصد یوه برج ته چې د هوايي ډګر ټولې سیمې ترې ښکارېدې، رهنمايي شوو، هغه برج چې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت پر مهال ښايي هيڅ افغان هلته قدم نه وي اېښی.

د دغه سیمې واټونه چې هغه مهال بهرنیو ځواکونو د ځانګړو امنیتي شرایطو لاندې تګ راتګ پرې کاوه اوس تش و، هېڅ موټر پرې تګ راتګ نه درلود، چوپتیا وه او په دغه سیمه کې ځینې ویجاړ شوي امنیتي موانع هم لیدل کېدل.

 خو د ملي اردو سرتېرو چې د هوايي ډګر په ځينو برخو کې پام ور اوښت، د ډګر ساتنې لپاره امنیتي تدابیر لرل.

اوس د بهرنیو عسکرو پر ځای افغان ځواکونو د لوړو برجونو له لارې سیمه څارله څو د احتمالي خطر مخه ونیسي.

د هوايي ډګر په داخل کې د ځینو ودانیو دروازې مهر لاک شوې وې، خو د خلاصېدو رمز یې پر دروازو لګول شوو بلاستیکي پاڼو کې لیدل کېده. د ځینو ودانیو دروازې بیا خلاصې وې، خو تیارې او چوپتیا د ودانیو داخلي فضا ډاروونکې کړې وه.

د ځینو ودانیو او خونو ترڅنګ د معدني اوبو بستې چې تر اوسه افغان ځواکونو نه وې استفاده کړې، داسې ښکارېدې چې بهرني ځواکونه له دغه مرکزه په بېړه وتلي وي.

په دغه هوايي ډګر کې سلګونه زغروال او غیر زغروال، لوی او کوچني موټر او څلور ټیره موټرسایلکونه چې بهرنیو ځواکونو د هوايي ډګر د داخلي چټکو دندو پر مهال استفاده کول، ولاړ وو.

 په دې سیمه کې په پرمختللو وسایلو مجهز لوی ورزشي کلپ کې هم اوس د بهرنیانو پر ځای افغان ځواکونو تمرین کاوه.

 د افغان ځواکونو د ځانګړې قطعې اړوند دوه ځوانان په یاد کلپ کې پر تمرین بوخت وو او د ګرځنده ټيلېفون له لارې یې افغاني سندره اورېده.

د دوی له ډلې یوه وویل، ملي اردو ځواکونه په جدي توګه د دغه هوايي ډګر او دلته د پاتې ټولو وسایلو ساتنه کوي.

په دغه هوايي ډګر کې شته رستورانتونو/ مېلمستونونو ته لاړو، خو د مخکې خلاف اوس غیر فعال وو.

 دغه راز افغان لاسي پلورونکي چې مخکې یې له دغه بازاره بهر د بهرنیانو د خوښې وړ توکي پلورل، هم نه لیدل کېدل او د دوی بازار هم تړلی و.

 د دغه هوايي ډګر په ځینو سیمو کې کثافات هم لیدل کېږي چې ځيني د کار وړ توکي لکه بوټ، د کمپیوټر چارچر او نور توکي چې ښايي په قصدي ډول ویجاړ شوي وي، هم په اشغال دانۍ کې تر سترګو کېدل.

 د ملي اردو یوه سرتېري سميع الله کې په دغه هوايي ډګر کې ګومارل شوی، د بهرنیانو له خوا د کار وړ توکو پر تخریب نیوکه وکړه او ویې ویل: ((نه به یې تخریبول، پرېښودل به یې چې که د استفادې وړ وای، ښه او کنه دوی ته یې تخریب څه ګټه وکړه.))

د هوايي ډګر قوماندان برید جنرال میر اسدالله کوهستاني وویل: ((بګرام هوايي ډګر له ستراتیژیک اړخه ځانګړی ارزښت لري او د ملي اردو سرتېري به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي له هغه دفاع وکړي.))

د راپورونو له مخې، بګرام هوايي ډګر په ۱۹۵۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له خوا جوړ شو او په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې په افغانستان کې د جګړې د اوج او د شوروي ځواکونو له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال د دوی پر اصلي مرکز بدل شو. امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت د سقوط پر مهال دغه مرکز د شمال ایتلاف ځواکونو (د طالبانو پر وړاندې متحده جبهه) څخه ترلاسه کړ. بګرام له کلونو جګړو وروسته ویجاړ شوی و، خو امریکایانو بیا ورغاوه او اوس مهال یې پراخوالی ۳۰ میل مربع (۷۷ کیلومتر مربع ته رسېږي.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.