کابل(پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۰): استرالیا وایي، له یوې میاشتې لږ موده کیږي چې له افغانستان څخه یې سرتېري ایستلي خو اوس په پام کې لري چې بېرته دغه هېواد ته خپل سرتېري ولېږي.
د استرالیا لومړي وزیر اسکات موریسون ویلي، په دې موخه چې د سرتېرو لېږل یې د امن لامل وګرځي دغه کار به ترسره شي.
د یادونې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بهر کې د روان کال په جون میاشت کې استرالیایي سرتېري او دیپلوماټان له افغانستان څخه ووتل.
ټاکل شوې ټول بهرني سرتېري د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي، د راپورونو له مخې تراوسه ۹۵سلنه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP