Language

افغانستان او بریتانیا د همکاریو پر دوام او ترهګرۍ پرضد پر مبارزې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په لندن کې له خپل سيال سير سټېفن لاګرو سره وکتل.

د ملي امنیت شورا دفتر لخوا د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، د ملي امنيت دواړو سلاکارانو د دواړو دولتونو تر منځ د همکاریو پر دوام د سولې او امنيت اړوند او د تروريزم پر ضد د مبارزې په هکله خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې،  لاګرو وويل، هېواد يې د افغانستان د ملاتړ دوام ته لېوال دی او د ملاتړ د چوکاټونو په تنظيم کې به همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د سيمه‌يزو سيالانو د همکاري په مرسته د امنيت او ګډو لاس ته راوړنو او موخو ساتنې ته ډېره لېوالتيا څرګنده کړه.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب بریتانیا ته د خپل سفر په لړ کې د مخکښانو مجلس له غړې بارونس فيونا هاډسن سره هم وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان د اوسني وضعيت په هکله نظرونه سره تبادله کړل. دغه راز د افغانستان د ملاتړ په اړه پر بېلابېلو لارو، د ښځو او په ټوله کې د بشر د حقونو پر حمايت بحث وشو.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.