کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه۱۴۰۰): په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د سولې مذاکراتو د چټکتیا، دوام او اغېزناک توب په اړه خبرې وکړې.
په قطر کې د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي د نوم نه اخیستو په شرط د زمري په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دوی او طالبانو د مرکچي پلاوو غړو په دوحه کې ناسته وکړه .
سرچینه وایي چې په دغې ناسته کې پر دې بحث وشو چې د سولې روانې خبرې باید چټکې شي، دوام وکړي ترڅو وتوانیږي د افغانستان د اوسني بحران لپاره یوه د حل لاره پیدا شي.
دغې سرچینې وویل چې په یاده ناسته کې فقط د پورته ذکر شوو مسایلو په اړه خبرې وشوې، خو د کوم مورد په اړه پرېکړه په کې نه ده شوې.
بله خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم هم تاییدوي چې پرون یاده ناسته شوې ده .
هغه وایي چې پرون غرمهال د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو تر منځ ناسته تر سره شوه. په ناسته کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د دواړو لوریو له خوا د مذاکراتو د پروسې پر دوام، چټکتیا او اغېز ناک توب بحث او ټینګار وشو.
له دې مخکې د(چنګاښ په ۲۵مه) د ملي مصالحې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله په مشرۍ یو پلاوی چې کریمي خلیلي، عطامحمد نور او یوشمېر نورې څېرې هم ورسره مل وې قطر ته له طالبانو سره د سولې خبرو د ګړندي کولو په موخه تللی و.
دغه پلاوي له طالبانو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې د قطر هېواد د منځګړي په حضور کې په درېیو موضوعاتو (اساسي قانون، سیاسي مشارکت او اعتماد جوړونه) باندې بحثونه وکړل، خو یادې ناستې کومه محسوسه پایله نه درلوده.
د یادونې ده چې تېرکال د وږي میاشتې په ۲۲مه د نړیوالو په حضور کې د افغانستان ددولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه په قطر کې د سولې خبرې پیل شوې، خو له هغه راهیسې تراوسه پورې دواړه لوري حتی سیاسي توافق ته چې د جګړې د بندېدو لامل شي نږدې شوي هم نه دی، او ترڅنګ یې جګړه لا تېزه شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP