Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا ولسمشر د افغان ځواکونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۰) : ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ولسمشر اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

له ارګ څخه د زمري په ۲مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټیلېفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ولسمشر غني ته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې دغه ځواکونه به د افغانستان ساتنه او دفاع وکړي.

ارګ وایي، دواړو ولسمشرانو د سولې او امنیت د تامین او تلپاتې مشارکت لپاره د افغانانو پر ګډو هڅو، له افغان دولت سره د دیپلوماټیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.

د یادونې ده، چې تېره میاشت واشنګټن ته د ولسمشر اشرف غني تر سفر وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ دا لومړۍ اړیکه وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.