کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا پر ګرځېدو بندیز ولګېد.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمدضیاء ضیاء د زمري په ۲مه، رسنیو ته په یوه را استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، د دې لپاره چې د هېواد امنيتي حالت کنټرول شي، له درېیو ولايتونو کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته، په ټول هېواد کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديزونه ولګول شول.
سرچینې زیاته کړې، له کابل، پنجشېر او ننګرهار پرته، په ټول هېواد کې هيڅوک نه شي کولای د ماخوستن له لسو بجو، د سهار تر څلورو بجو پورې وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې يوازې په کندهار کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديز و.
یو شمېر خلکو په ټولنیزو شبکو کې شکایتونه کړي چې د شپې له خوا پر ګرځېدو له بندیز سره به هغه خلک له ستونزو سره مخ شي، چې ناروغان لري او یا هم د شپې له خوا کاروبار کوي.
د بغلان ښار یو اوسېدونکی کمال خان وایي چې دوی ډېری مهال د شپې له خوا ناروغان روغتون ته وړي خو اوس ورته وېره پیدا شوې چې د پولیسو له خوا به وځورول شي.
هغه له حکومت څخه غوښتي چې په دې اړه خلکو ته ډاډ ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP