کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰) : د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال مک کینزي ولسمشر غني سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.
له ارګ ځخه د زمري په ۳مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان جنرال مک کینزي او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو او د دوی د ملاتړ او همداراز د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وکړې.
جنرال مک کینزي، ولسمشر غني سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستي ټلیفوني تماس په اړه، جزئیات هم وړاندې کړل.
دغه ټیلیفوني اړیکه چې دوه ورځې مخکې نیول شوې وه، جو بایډن د ولسمشر اشرف غني او افغانستان ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی و.
میکنزي نن ماخوستن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغان ځواکونو په ملاتړ به هوایي بریدونه زیاتوي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن