Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو وزارت : د اختر په لومړۍ ورځ پر کابل ښار د راکټي بریدونو طراح ونیول شو

کابل (پژواک، ۳زمری ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ پر کابل ښار د راکټي بریدونو طراح ونیول شو.

د اختر په لومړۍ ورځ پر کابل ښار څلور راکټونه له پروان سه سیمې څخه په داسې حال کې وتوغول شول، چې په ارګ کې د ولسمشر، نورو چارواکو او سیاسیونو په ګډون د اختر لمونځ ادا کېده.

کله چې ملا امام د دویم رکعت رکوع ته ولاړ، نو دغه راکټونه د ارګ دپاسه تېر شول او شاوخوا سیمو کې ولګېدل، خو کوم زیان یې نه درلود.

د کورنیو چارو وزارت له خوا د زمري په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د لوی اختر په ورځ پر لمونځ کوونکو د توغندیز برید د طرحې او سازماندهي په تړاو د طالبانو یو مخکښ غړی نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې، په دغو عملیاتو کې د توغندیز برید د طراح له نیول کېدو سربېره، درې نور کسان هم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، یادې ډلې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه په پغمان ولسوالۍ کې د ترهګریزو بریدونو په طرحې او سازماندهۍ کې فعال رول درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، له نیول شوو کسانو څخه دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي.

طالبانو تراوسه په دغو بریدونو کې د لاس درلودو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ځینو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی و چې داعش ډلې د دغو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د کابل ښار له پنځلسمې، یوولسمې او د څلورمې ناحیې له اړوندو سیمو څخه پر کابل ښار دغه ډول بریدونه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.