کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۰): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې تر اوسه شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشل شوې او اته میلیونه نورو کسانو غوښتنلیکونه ورکړي دي.
له ارګ څخه د زمري په ۳مه، پژواک ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له مسوولینو سره په غونډه کې د تخنیکي ټیم، سیستمونو جوړولو، انکشاف او برېښنایي تذکرو د وېش په اړه د دوی د کړنو راپور واورېد.
سرچینې زیاته کړې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس جاوید رسولي وویل، نړیوالو معیارونو ته په پام سره یې په وزارتونو او ادارو کې د سیستمونو د لا انکشاف او د کارونو د ښه والي په موخه ظرفیتونه روزل شوي دي.
نوموړي د سیستمونو د تطبیق، خالي والي، له انکشاف او د ادارو د رهبرۍ له بدلون وروسته د لومړیتوبونو د بدلون، د فعالیتونو او خدماتو وړاندې کولو د تکرار او ځینې نورې اړوندې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.
ده وویل، د بشري ځواک د زیاتوالي لپاره یې د کادري سیستم د طرحې برابرولو ترڅنګ نږدې شپږ میلیونه برېښنایي تذکرې وېشلي او د اتو میلیونه تذکرو د وېش غوښتنه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني د معلوماتو او مرکزي احصایې ادارې مسوولینو څخه د ظرفیت ایجاد، سیستمونو جوړولو او شپږ میلیونه تذکرو د وېش مننه وکړه او د دغه بهیر په لاچټکولو ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه، د ستونزو د حل او د چارو د لا چټکتیا په موخه دې په هېواد کې له شته ظرفیتونو څخه استفاده وشي.
ولسمشر څرګنده کړه، د افغانستان بانک ډیجیټلي شوی، کورنیو چارو، ملي دفاع، پوهنې، عامې روغتیا، کلیو پراختیا او فواید عامې وزارتونه د دغې پروسې په لومړیتوبونو کې دي. د مالیې وزارت د خزاینو سیستم، بوديجه او د معاشونو ورکړه باید مطلق ډیجیټلي شي.
غني د چارو ادارې عمومي رئیس او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس ته د چارو د تکرار د مخنیوي په موخه کابینې ته د وړاندیزونو برابرولو او د مختلفو سیستمونو پر ځای د واحد دولتي سیستم رامنځته کولو او انکشاف لارښوونه وکړه.
هغه وویل، د افغانستان د ډیجیټلي کېدو په صورت کې به راکړې ورکړې اسانه، خدمات او د زېربنایي پروژو او چارو مدیریت په مراتبو اغېزناک شي.
ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د معلوماتو او مرکزي احصایې مسوولینو ته په خطاب کې وویل: "په تاسو ټولو پانګونه کېږي، په ډېر اعتماد کار وکړئ، شبکې مو پراخه کړئ، ځکه کار به مو هغه وخت لا ډېر اغېزناک وي چې ټولو ادارو ته وغځېږي."
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP