Language

امرخېل:  ننګرهار کې تازه ۳ زره ځوانان دامنیتي ځواکونو لیکو کې جذب شوي

جلال اباد ( پژواک ۴ زمری ۱۴۰۰) ځایی چارواکي وایی په ننګرهار کې په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۳ زره تنه ځوانان تازه د ملي اردو، ملي پولیسو او ولسي پاڅونوالو په لیکو کې جذب شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وایی والي ضیاءالحق امرخیل نن د ملي اردو او ملي پولیسو د جلب او جذب قوماندانو سره په لیدنه کې خوښي وښوده چې د بېلا بېلو ولسوالیو څخه په تېرو دوو میاشتو کې ۲۲سوه تنو د ملي اردو، ۵ سوه تنو د ولسي پاڅونوالو او ۲۲۰ تنو د ملي پولیسو بېلا بېلو قطعاتو په لیکو کې د وطن ساتنې دنده پیل کړې.
هغه د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان ډګروال همایون او د ملي پولیسو د جلب او جذب قوماندان حفیظ پهلوان ته ډاډ ورکړ چې د دې ولایت هر ځوان د وطن ساتنې په موخه سربازۍ ته ژمن دی او له دوی مننه وکړه چې د جذب پر مهال ځوانانو سره ښه چلند او ځآنګړې سهولتونه برابروي.
امرخېل وویل، په مرکز او ولسوالیو کې د علماؤ کرامو، مخورو، ځوانانو، ولسوالانو او نورو سره د کتنو پر مهال سپارښتنې کړي چې د هېواد ساتنې په موخه لا ډیر ځوانان د ملي امنیتي ځواکونو لیکو ته وهڅوي.