کابل ( پژواک ۵ زمری ۱۴۰۰) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایی چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي.
نوموړي دغه څرګندونې په هغه سترې ولسي غونډه کې وکړ ې د سویلي وزیرستان کمین سیمه کې د افغان سولې په ملاتړ جوړه شوې وه.
د دغې غونډې عکسونه ه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي او ښکاري چې زرګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه. د پي ټي ام مشرانو د پاکستان په رسنیو انتقاد کړی چې د دوی د غونډې په اړه یې راپورونه نه دي خپاره کړي.
د غورڅنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان حکومت تورن کړ چې د ډیورېنډ کرښې په هاغې غاړې کې د پښتنو «خاوره د افغانستان په ضد» استعمالوي.
پښتین په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د غونډې له ګډونوالو مننه کړې ده او لیکلي یې دي: «د نن غونډې پيغام ډېر واضح و چې موږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو. د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه، او مونږ نن ډېر واضح وويل چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شي، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمه) تباهۍ او بربادۍ راوړي.»
هغه زیاته کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ به چاته اجازه ورنه کړي چې د «پښتونخوا خاوره د افغانستان» په ضد استعمال کړي.
د پاکستان د سنا یو پخواني غړي او د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ د نننۍ غونډې په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: «… په غونډې کې د پاکستان له لوري د افغانستان په ضد د نا اعلان شوي جګړې مخالفت وشو چې ولسي خلک وژني. دا له افغانانو، سولې او جمهوریت سره یو پیوستون و…»
تر دې دمه د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې غونډې او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني چارواکي تل دا خبره کوي چې هغوی په افغانستان کې «امن او سوله» غواړي او د دې کار لپاره هلې ځلې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP