جلال اباد (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د ملي اردو د لوا قوماندان وايي، هیڅ سرتېري ته د شاتګ اجازه نه ورکوي او که هر چا شاتګ وکړ قانوني چلند ورسره کیږي.
د سيلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال نصير احمد ساپی وايي، جګړه ييز پلان يې تغيیر کړی، د شاتګ پرځای د مخته تګ عمليات کوي او که هر سرتېری له جګړې په شا شي قانون چلند به ورسره وشي.
نوموړي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال دغه څرګندونې وکړې او وايي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ څخه هم شاتګ د ماتې په خاطر نه، بلکې د سرتېرو او ملکي خلکو د ژوند خونديتوب په موخه شوی دی.
دی وايي، د درېيمې پلې لوا په ننګرهار کې د ټولې اراضۍ د ساتلو او امنيت ټينګښت توان لري او هیڅ وسله والې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې مخته راشي.
دی زياتوي چې همدا اوس د دغه ولايت په اچين، سپن غر، پچيراګام، شېرزادو او سره رود ولسواليو کې د مخکې تګ لپاره د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات روان دي او مومندره کې عمليات پای ته رسېدلي دي.
هغه وويل، پاکستان د هېواد د نورو ولايتونو په څېر ننګرهار کې هم په مستقيم ډول د وسله والو ملاتړ کوي او له ۸۰ سلنه ډېر وسله وال پاکستانيان دي چې هم جګړه کوي او هم وژل کېږي.
دی وايي، له پاکستاني وسله والو سربېره چيچنياني وسله وال او يو شمېر نور بهرني وسله وال هم ننګرهار کې د حکومت ضد جګړه کې برخه اخلي.
ساپى زياتوي: ((نور مې په دغه ولايت کې د شاتګ اصل ختم کړی او که هر سرتېری د جګړې پرمهال شاتګ وکړ قانوني چلند به وسره وکړم.))
هغه زياته کړه، څو ورځې وړاندې چې ولسمشر هم ننګرهار ته راغلی و، دوی ته يې په ښکاره ډول امر وکړ چې په هیڅ صورت کې به نور شاتګ نه کوي.
نوموړي د سرتېرو د دغې نيوکې په ځواب کې چې د وسله والو د ډله ييزو بريدونو پرمهال مرستندویه ځواکونه نه ورسېږي وويل: ((لږه حوصله غواړي، زما په ټولو سرتېرو دا غږ دی چې حوصله له لاسه مه ورکوئ، کومک در رسيږي، درسېدلی هم دی خو کله ناکله چې ځنډ کېږي ستونزه دا وي چې کومکي ځواکونه هم لار کې په کمين کې بند پاتې وي.))
د درېيمې پلې لوا قوماندان زياتوي، که څه هم د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د امنيت ټينګښت په برخه کې فشارونه ډېر شوي، خو دوی د خپل وينې په بدل کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.
جنرال ساپى داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په ډېرو ولايتونو کې حکومتي ځواکونه د شا تګ ترڅنګ له وسله والو طالبانو سره هم يوځاى شوي او په وروستي مورد کې له ٤٠ ډېر سرتېري پاکستان ته اوښتي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP