محمودراقي (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وایي چې د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوایې برید کې درې ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې د یادې ولسوالۍ د توغک سیمې کنجک کلي کې د استوګنې یو کور په نښه شوی چې درې ملکي وګړي په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، دغه برید د زمري په څلورمه شپه شوی دی.
خو یوې بلې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل، دغه برید له همغږۍ او دقیق راپور پرته پر یوه کور ترسره شوی چې د درې وژل شوو عامو وګړو ترڅنګ اته نور ملکي کسان هم په کې ټپيان شوي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دغه برید د یوه ملکي کس حاجي وکیل پر کور شوی چې په هغه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن