کابل (پژواک ۶ زمری ۱۴۰۰): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، که طالبان په زور واک ته ورسیږي، افغانستان به یو «مطرود هېواد» شي.
هغه هند ته په لومړني رسمي سفر کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر جی شینکر سره په ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل: «یو افغانستان چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی ونه لري، یو افغانستان چې د خپلو وګړو پر وړاندې د بې رحمیو مرتکب کېږي، هغه به کرکجن دولت وي.»
بلینکن دا خبرې هند کې په داسې حال کې وکړې چې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی چین ته تللی چې د خپلو نړیوالو مسوولیتونو په اړه ډاډ ورکړي.
په چین کې د طالبانو د پلاوي مشرتابه بیجینګ ته ډاډ ورکړ چې دا ډله به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د نورو هېوادونو په ضد وکارول شي.
په نوي ډیلي کې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، که طالبان غواړي چې نړۍ یې ومني، باید تغییر ومومي.
بلینکن زیاته کړې: «طالبان وایي چې په نړیواله کچه د په رسمیت پېژندنې هڅه کوي او دوی د افغانستان لپاره د نړۍ ملاتړ غواړي. ښایي دوی غواړي چې مشران یې وکړای شي چې نړۍ ته ازاد سفر وکړي او بندیزونه پرې لرې شي.»
خو بلینکن وایي، په زور پر هېواد برلاسي کېدل او د هېواد د وګړو له حقونو سرغړونه هغه لار نه ده چې دغه اهداف ترلاسه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP