لښکرګاه (پژواک ۷ زمری ۱۴۰۰): سرچينه وايي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ملي اردو يوې الوتکې بېړۍ ناسته کړې ده او زيان ورته نه دی رسېدلی.
يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام دوو افغان الوتکو د لښکرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې په يوه سيمه کې پر طالبان هوایي بريدونه کول چې د طالبانو له خوا يوه الوتکه وويشتل شوه.
ده زياته کړه، له همدې امله الوتکې په يوه ښوونځي کې بېړنۍ ناسته وکړه.
د هغه په وينا، نه الوتکې ته او نه يې هم عمليې ته زيان رسېدلی دی.
خو يوه بله سرچينه بيا وايي، الوتکې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې او د طالبانو له خوا نه ده ويشتل شوې.
د ۲۱۵ قول اردو په اعلاميه کې په دې اړه راغلي چې د لښکرګاه ښار په سوېلي ساحو کې له هوايي بريدونو وروسته د هوایي ځواکونو يو MD530 . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP