Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سيلابونو په نورستان کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پارون (پژواک، ٧ زمرى ١٤٠٠): د نورستان چارواکي وايي چې په ګامدېش ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د زمري په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګامدېش ولسوالۍ په ميرديش کلي کې سيلابونه راغلي دي.

هغه وايي چې د همدې سيلابونو له امله ٩٠ سلنه کلى ويجاړ شوی او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه: ((دغه سيمه د طالبانو په کنټرول کې ده، زموږ ټيمونه اماده دي چې له سيلاب ځپلو سره مرسته وکړي خو که طالبان اجازه ورکړي.))

دغه راز د نورستان د والي وياند سعيد مومند پژواک ته وويل چې د ياد سيلاب له امله لسګونه کورونه نړېدلي او ٩٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز يو بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د ياد سيلاب له امله د ٤٠ مړه  شوو کسانو جسدونه تر اوسه موندل شوي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.