کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني د ملي بیرغ ورځې نمانځلو پر مهال وویل چې د افغانستان د بربادۍ طرحو ته چې پردي او شبکې یې غواړي هېواد د جګړې په ډګر بدل کړي، نه تسلمېږي.
له ارګ څخه د زمري په ۷مه، پژواک اژانس ته په رالېږل شوي، ویل شوي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې په جمهوري ریاست کې ترسره شول، ګډون او وینا وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دغو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د ملي روغې جوړې عالي شورا او مشرانو جرګې رئیسانو، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو هم حضور درلود، په پیل کې ولسمشر د هېواد ملي بیرغ پورته کړ.
د بانډو ټیم له لوري د ملي سرود تر غږولو وروسته ولسشمر وویل، ملي بیرغ د څو زره کلن تاریخ له ویاړونو څخه دی.
ده زیاته کړه : “د بلخ ښار د رپاندو بیرغونو په نوم یادېده، زموږ بیرغ د افغانانو د ویاړ سمبول و او دی. ”
هغه په وینا، بیرغ د هېواوالو د یووالي او ویاړ نښه ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د دغه بیرغ د رپانده ساتلو لپاره سرښندنې کوي.
ولسمشر غني وویل : “زموږ ورزشکارانو دا بیرغ په ملي او بین المللي ډګرونو کې ورپاوه او له افغان مېرمنو څخه د ارزښتونو د ساتنې، د دوی د مقاومت او همداراز د جمهوریت او ملي بیرغ په ملاتړ د دوی له یووالي، پیوستون او پیاوړي ملاتړ په خاطر او دغه راز له ځوانانو څخه چې دغه بیرغ ته په هیله مندۍګوري، مننه کوم. ”
هغه زیاته کړه، د اسلامي نړۍ علماو په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې په خپله وروستۍ ناسته کې چې د پاکستان علماوو هم حضور درلود په ټینګار وویل، په افغانستان کې جګړه هیڅ راز اسلامي مشروعیت نه لري.
ولسمشر څرګنده کړه : “موږ د افغانستان د بربادۍ طرحو ته چې پردي او شبکې یې غواړي هېواد د جګړې په ډګر بدل کړي، نه تسلمېږو. ”
نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل، ایاد د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست که د شبکو؟ ایا غواړئ د نفاق زړي وکرئ، ابادي او ملي بنسټونه ویجاړ کړئ؟
ولسمشر غني وایي : ” زموږ غږ سوله ده او ټول افغانان پر سوله اجماع لري، باعزته او تلپاتې سوله چې د ټولو راتلونکی په کې خوندي وي. “
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن