کلات (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۰): د زابل مسوولین وایي چې په مرکز کلات کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د زابل د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر نظیر حریفال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د کلات ښار اړوند په کلا کلي کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، د پېښې له ځایه دوی ته پنځه جسدونه چې درې ماشومان او دوه لويان دي او ۱۲ ټپیان ور وړل شوي دي.
د زابل امنیه قومندان جنرال ويس صميمي وايي چې د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې چې پر يوه کور لګېدلې ده.
خو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن