ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: د نورستان په وروستيو سېلابونو کې ١١٣ کسان مړه شوي

والي: د نورستان په وروستيو سېلابونو کې ١١٣ کسان مړه شوي

author avatar
31 Jul 2021 - 12:03
والي: د نورستان په وروستيو سېلابونو کې ١١٣ کسان مړه شوي
author avatar
31 Jul 2021 - 12:03

پارون (پژواک، ٩ زمرى ١٤٠٠): د نورستان والي وايي چې په کامدېش ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له امله ١١٣ کسان مړه شوي، ١١ جريبه ځمکه او ١٢ کيلومتره سړک له منځه تللي دي.

درې ورځې مخکې د کامدېش ولسوالۍ په ميردېش کلي کې سېلابونه راغلي چې د ويجاړۍ ترڅنګ يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د زمري په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سېلاب له امله تر اوسه د ١١٣ کسانو جسدونه پيدا شوي دي.

دى وايي چې د همدې سېلابونو له امله يو جامع جومات، ١٧٣ کورونه، ١٢ کيلومتره سړک، ١١ سوه جريبه ځمکه، ١٠ ژرندې، دوه سکواټوره، څلور ډاډسن موټر، ١٠ هټۍ، يو لوى او شپږ کوچني پلونه له منځه تللي دي.

والي زياتوي چې د مرستې په موخه ټېمونه ګومارل شوي خو د لارې د خرابوالي او امنيتي ستونزو له امله تر اوسه سېلاب ځپلو ته مرستې نه دي رسېدلې.

ده زياته کړه: “دغه سيمه د طالبانو په کنټرول کې ده او هلته مخابراتي شبکې هم فعاليت نه کوي.”

خو والي ډاډ ورکوي چې له بېلابېلو لارو هڅې کوي څو سېلاب ځپلو ته مرستې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر نورو سرچينو پژواک ته ويلي چې د ياد سېلاب له امله د ورانيو او تلفاتو کچه څو برابره نوره هم لوړه ده.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.