Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو پر دفتر برید په نړیواله کچه وغندل شو

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰):  اروپایي اتحادیې، د ناټو سازمان، د ملګرو ملتونو سرمنشي او یو شمېر هېوادونو د طالبانو  له خوا په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر برید غندلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما پرون اعلان وکړ چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو پرون په هرات ښار کې د دوی پر دفتر راکټي برید کړی چې له امله یې یو افغان ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

یوناما د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا ډول بریدونه په جنګي جرایمو کې راتللی شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټوني ګوټیرز هم دغه برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د نړیوالو قوانینو له مخې، د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو او دفترونو بریدونه منعه دي او دا ډول بریدونه جنګي جرایمو کې راځي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دوی د افغانستان له حکومت او افغانانو سره خپلو همکاریو ته ژمن دي او د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

بلخوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان هم یاد برید غندلی دی.

د هغه د دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه ملکي اداره او هلته د افغانانو د مرستو ترڅنګ د سولې له پروسې سره هم همکاري کوي.

امریکا ویلي چې د ملکي خلکو او ملګرو ملتونو دفترونو پر ضد بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

دغه راز په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د استازي دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم یاد برید غندل شوی دی.

سرچینې ویلي چې له طالبانو باید د دغه برید پوښتنه وشي؛ ځکه چې دا د ټولې نړیوالې ټولنې پر ضد برید دی.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي دفتر هم په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د طالبانو برید په کلکه غندلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه به په ملکي سیمو کې د افغانانو خوندي توب لپاره جدي اقدامات کوي.

دغه راز چین، بریتانیا، پاکستان ، کاناډا، اسټرالیا، جرمني  او ګڼ شمیر نورو هیوادونو هم په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید غندلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.