کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): د امنیتي او دفاعي بنسټونو ویاند سلګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، وایي چې ولسمشر دولتي ځواکونو ته د مادي امتیازاتو لوړېدل په پام کې نیولي دي.
د امنیتي او دفاعي بنسټونو ویاند اجمل عمر شینواري نن کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي ځواکونو سرښندنو ته د درناوي په موخه ټولو پوځي منسوبینو ته په ځانګړې توګه جګړیزو منسوبینو ته د مادي امتیازاتو لوړېدل په پام کې نیولي دي.
ده د دغو امتیازاتو د څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل دغه امتیازات به په نږدې راتلونکې کې اجرا شي.
شینواري د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې ناټو هم له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټیلېفوني اړیکه کې د امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی به د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کوي.
شینواري په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وویل چې تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو د هېواد په کچه ۲۲۱ بېلابېل عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۱۳۲۳ طالبان وژل شوي او ۷۷۰ نور ټپیان شوي دي.
ده وویل چې امنیتي ځواکونو تېره یوه اوونۍ ۱۳۲ طالبان نیولي هم دي.
هغه ادعا وکړه چې تېره یوه اوونۍ طالبانو د جګړو پر مهال ۶۶ ملکي کسان وژلي، ۱۹۸ نور یې ټپیان کړي او لس کورونه یې وران کړي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له خوا ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا ردوي او وایي حکومت تېره اوونۍ په کاپیسا، فاریاب او ننګرهار کې پر مدرسو هوایي بریدونه کړي او پرون یې هلمند کې هم یو روغتون بمبارد کړی دی. هغه وایي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وویل:«د ملکي تلفاتو لوی او عمده لامل د دوی بمباردونه دي.»
د امنیتي او دفاعي بنسټونو ویاند همدا راز وویل، هرات، کندهار او هلمند ولایتونو ته نوي امنیتي ځواکونه رسېدلي او کوم وضعیت چې هلته را منځته شوی وو مدیریت شوی، ژر به مثبت بدلونونه په کې راشي او د طالبانو مخه به ونیول شي.
له دوو ورځو راهیسې هلمند، کندهار او هرات ښارونو په څنډو کې جګړې روانې دي.
اجمل عمر شینواري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که د هرات مشهور عالم مولوي انصاري د ملی ګټو او امنیت پر ضد خبرې کړې وي، قانوني چلند به ورسره وشي.
مولوي انصاري تېره جمعه په هرات کې له مېشت جهادي شخصیت اسماعیل خان څخه غوښتي و چې د طالبانو پر وړاندې له جګړې لاس واخلي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي تېره ورځ د انصاري خبرو ته په سخت غبرګون کې ویلي و چې هغه (انصاري) پلورل شوی او د افغانانو په صف کې ځای نه لري.
ده ویلي و:«هر هغه څوک چې د افغانانو پر وړاندې دښمن قوي کوي باید و ټکول شي او زندان ته ولېږل شي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP