کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰) : د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د المان له ځانګړي استازي جاسپر وایک او ورسره پلاوي سره وکتل.
د دغه پلاوي له خوا د زمري په ۱۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې پرون ترسره شوه، د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي د سولې مذاکراتو پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دغه افغان پلاوي مشر سلام رحیمي وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکی پلاوی د معنا لرونکو مذاکراتو او په اساسي مسايلو د متمرکز کېدو غوښتنونکی دی.
هغه زياته کړه، په افغانستان کې د ستونزې یوازینی حل د خبرو او مذاکراتو له لارې تلپاتې او عادلانه سولې ته رسېدل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د المان ځانګړي استازي جاسپر وایک وویل چې هېواد يې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د دولت د هڅو ملاتړ کوي.
هغه همداراز وويل : “موږ به له افغانستان سره خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکړو. ”
د جمهوريت د پلاوي خبرو په تاييد سره د المان ځانګړي استازي وویل، چې جګړه د حل لار نه ده او غوره داده، چې د سولې مذاکراتو باندې ډېر تمرکز وشي؛ ترڅو په افغانستان کې ویجاړونکې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د بېلابېلو ټولنو برخو سره د هغو وروستيو کتنو څخه روښانه شوه، چې د افغانستان خلکو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو څخه د دفاع لپاره ژمنتیا ښيي؛ کوم څه چې د نړیوالې ټولنې لپاره د امید سرچینه ده.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن