جلال اباد (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۰): د کليو پراختيا رياست له لوري د ننګرهار په دوو ولسواليو کوټ او بټي کوټ کې د ملي دسترخوان د مرستو د وېش پروګرام پيل شو.
مسوولين وایي، دا مرستې به د دغو ولسواليو ۹۰ سلنه کورنيو ته ورکول کېږي چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانيو په لګښت به خوراکي توکي ورکول کېږي.
د مرستو د لړۍ پيل د زمري په ۱۱مه د ننګرهار ولايت مرستيالې او کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولينو له لوري وشوه.
د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د ملي دسترخوان برنامې له لارې به ۹۰ سلنه کورنيو ته د څلور زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ورسيږي؛ خو پر مسوولينو يې ټينګار وکړ چې لومړيتوب بیوزله کورنيو ته ورکړي.
نوموړې همدا راز د سيمې له خلکو وغوښتل چې د امنيت په تامين کې حکومت سره همکاري، د مېرمنو حقونو ته پاملرنه او ورته د زده کړو زمينې برابرې کړې.
د کليو پراختيا او بيارغونې رييس امان الله مياخېل وويل، په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د نصرت خېلو له سيمې څخه ۳۰۸ کورنيو ته د موادو په ورکړې سره د مرستې لړۍ پيل کړه، چې زرګونه کورنۍ به ترې برخمنې شي.
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالرحمن غوښتنه وکړه چې له دغه پروګرام څخه بايد ټول اړمن خلک برخمن شي او د پروګرام تر بشپړېدو وروسته بايد سروې وشي چې ټولو اړمنو خلکو ته مرستې رسېدلي او که نه.
دغه راز د ننګرهار د کليو پراختيا رييس امان الله مياخېل وويل چې د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې به کوټ ولسوالۍ کې هم چې نن يې پرانیسته وشوه، ۴۵۱۵ کورنیو ته خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې ۸۱ شوراګانې شته چې شل شوراګانو ته د مرستې وېش په موخه مواد ورکړل شوي او ډېر ژر به نورو شوراګانو ته هم د موادو وېش زمينه برابره شي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن