ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي سرچینو پروان او کاپيسا کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

امنیتي سرچینو پروان او کاپيسا کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

author avatar
3 Aug 2021 - 20:31
امنیتي سرچینو پروان او کاپيسا کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې
author avatar
3 Aug 2021 - 20:31

 چاریکار(پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۰): امنیتي سرچینو په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د ۳۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی، خو طالبان دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.   

د کاپيسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وویل چې پرون ماښام یې د پاڅونوالو اوحکومتي ځواکونو په عملیاتو کې د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ مرکز د مخالفینو له شتون څخه پاک کړی، په دغو عملیاتو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.   

د هغه په وینا، په یاده نښته کې ملکي او دولتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.  

شورش زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې پر لور مخ پر وړاندې روان دي.

د نجراب د ابراهیم خېلو درې اوسېدونکی او د کابل ـ نجراب د لین موټر چلوونکی انور نجرابي چې نن تازه په لسو بجو له نجراب څخه کابل ته رارسېدلی و وویل، طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده خو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه: « په نجراب کې اوس هم حالت جنګي دی خو د مسافرو تګ راتګ شته.»

د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف اروزګاني وويل چې تېره شپه طالبانو د پروان مرکز چاریکار ښار په لوېدیځو غرونو کې پر امنیتي پوستو برید وکړ، خو په هوایي بریدونو کې د هغوی اته کسان ووژل شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یادو دوو ولایتونو کې خپل تلفات ردوي او وایي چې هغوی د نجراب ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره چمتوالی نیسي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.