کابل (پژواک ۱۲ زمری ۱۴۰۰) د کابل ښار په لسمه حوزه کې د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د کور تر څنګ ډله ییز او موټر بم برید شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د زمري په ۱۲ مه پژواک ته وویل چې دا برید نن تر ماښام وروسته په اوه نیمو بجو شیر پور کې شوی و.
هغه زیاته کړه چې د موټر بم تر چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال یو کور ته ننوتل او ډزې پیل کړې.
نوموړی وایي چې ځانګړی امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدل او تر اوسه دوه بریدګر یې وژلي.
بلخوا د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې د جګړې له سیمې څخه شل کسان ویستل شوي.
یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چی د برید پر مهال د ملی دفاع وزیر بسم الله خان محمدي په کور کی نه وو.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
Views: 82
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP